1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرګاه: سختې بمبارۍ او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

په هلمند کې د افغان هوايي ځواکونو په حملو کې د طالبانو د ځپل کیدو او په شمالي ولایت سرپل کې بیا د طالبانو د پرمختک خبرونه ورکړل شوي دي. د رپوټونو په حواله طالبانو د سرپل ښار ځينې برخې نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3yZVw
Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
افغان هوايي ځواکانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د ملي دفاع وزرات د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۵مه) په يوه اعلاميه کې وویل چې د هلمند ولایت په ګډون يې چې لښکرګاه ښار چې د څو ورځو راهیسې د شدیدو جګړو شاهد دی، د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر طالبانو هوايي حملې ترسره کړي دي.

له کابل څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس د پنجشنبې ورځې رپوټ په حواله طالبانو په لښکرګاه ښار کې د پولیسو لس حوزې نيولي دي. د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې طیارو د ملي راډیو تلويزيون ودانۍ ته نژدې سيمه چې د طالبانو په کنټرول کې ده، سخته بمباري کړې ده. د رپوټ په حواله، د هلمند د ملي راډيو تلويزیون ستيشن د لښکرګاه ښار په یوه مهمه نقطه کې موقعیت لري چې په کې ګڼ شمیر هوټلونه، د ودونو سالونونه او حکومتي تاسیسات واقع دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزرات ویاند، فواد امان تازه پر ټويټر ليکلي دي چې د «لښکرګاه ښار به ډير ژر د تروریستانو له شتونه پاک شي.»

امان په لښکرګاه ښار کې د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه قوماندان ويډيو خپره کړې ده. دغه قوماندان په دغې ويډيو کې د هلمند خلکو ته ډاډ ورکوي چې طالبانو ته به ماتې ورکوي. هغه وايي چې د طالبانو پر ضد عملیات ادامه لري او طالبان «له ۱۵۰ څخه ډير تلفات لري چې ډېر مشران یې هم پکې شامل دي.»

Global 3000 | Afghanistan Taliban | Screenshot
د سرپل د ولایتي شورا رئيس وايي چې د سرپل ښار يو شمیر برخې طالبانو نیولي دي - د آرشیف انځورانځور: ZDF

په سرپل کې د طالبانو پرمختګ؟

رويټرز زیاتوي چې په شمالی ولایت سرپل کې طالبانو د سرپل ښار ځينې مرکزي سیمې نيولي دي. د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني هم تائيدوي چې طالبانو د سرپل ښار ځينې سيمې نيولي دي. وسلوالو طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سرپل ولایت په ګډون په ډیرو ولایتونو کې ولسوالۍ ونيولې او خپل تر کنټرول لاندې ساحه يې پراخه کړې ده.

طالبانو د روان کال جون میاشتې په منځ کې د سرپل یو شمیر ولسوالۍ او لوېې لارې تر کنترول لاندې راوستې وې. د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم هغه مهال دویچه ویله ته ويلي وو چې په خپله سرپل کې طالبان دومره قوت نلري، خو اوس ورته د نورو ولایتونو څخه جنګیالي راغلي دي.

د ملکي تلفاتو په اړه انديښنې

Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
په هلمند او د افغانستان په نورو سیمو کې جګړو په زرونو کورنۍ بيځایه کړي ديانځور: Sifatullah Zahidi/AFP

حکومت په روانو جګړو کې تر ډيره پر هوايي ځواک تکیه کړې چې د امریکا هوايي ځواکونو هم ورسره په ځينو حالاتو کې همکاري کړې ده. خو په افغانستان کې د جګړو شدت د ملکي د تلفاتو په اړه انديښنې ډيرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند، سټيفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ وويل: «موږ په سويلي ښار لښګرکاه کې د خلکو د حفاظت او ساتنې په اړه ژوره انديښنه لرو چېرته چې کیدای شي په لسونو زره کسان په جګړه کې بند پاتې وي.»

هغه زیاته کړه: «موږ به تر هغه ځایه چې اجازه لرو، په افغانستان کې د خپلو بشري مرستندویانو سره په ګډه به په سويل کې د اړتیاو ارزونه وکړو او د هغو ځواب به ووايو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسی دفتر یوناما تیره اوونۍ ويلي وو چې د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د تیرکال همدې مودې په مقایسه ۴۷ سلنه لوړه شوې. یوناما انديښنه ښودلې که چیرته جګړه همداسې ادامه ولري دغه کچه به نوره هم لوړه شي. دغه سازمان پر افغان لورو غږ  کړی دی چې د جګړې پر ځای دې د خبرو اترو میز ته کيني.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.