1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستلیبیا

ليبيا: تر خونړۍ نښتو وروسته په طرابلس کې وضعیت آرام شوی

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

په ليبیا کې د دوو سیاسي مخالفو ډلو د پلويانو تر منځ تر خونړيو نښتو وروسته د يکشنبې په ورځ ناوخته د طرابلس ښار وضعیت آرام ښودل شوی دی. پروازونه له سره پيل شوي او په ښار کې دوکانونه هم بېرته خلاص شوي دي.

https://p.dw.com/p/4G9jO
Libyen | Schüsse und Explosionen in Tripolis
په ترابلس کې د شنبې ورځې حال، د دوو مخالفو ډلو تر منځ د نښتو پر مهال په آسمان کې لوږی ترسره کيږيانځور: Mahmud Turkia/AFP/Getty Images

وسلوالو ډلو د جمعې ورځې په ماښام پر يو بل ډزې وکړې چې په کې لږ تر لږه ۳۲ کسان ووژل شول.

په سيمه کې د فرانسې خبري آژانس خبریال وايي د يکشنبې په ماښام دغه ښار آرام وو، خو زياتوي چې دغو نښتو په ليبیا کې د ېوې نوې لوېې جګړې د پيل اندېښنې راپارولي دي.

د لیبیا د عامې روغتيا وزير، د یکشنبې په سهار (د اګست ۲۸مه) وويل چې په دغو وسلوالو نښتو پر مهال ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۵۹ ته نور ټپيان شوي دي. په طرابلس کې دغه وسلوالې نښتې تر ېوې دوه کلنې نسبي آرامتيا وروسته شوي دي.

سربېره پر دې د نښتو په ترڅ کې څو روغتونونو ته زیان رسېدلی او ساختمانونو اور اخیستلی دی. دا د ليبيا په پلازمينه کې د ۲۰۲۰ کال تر اوربند وروسته تر ټولو خونړۍ نښتې دي.

نښتې د ليبیا د ملي يووالي حکومت صدراعظم عبدالحميد الدبيبه او د پارلمان له خوا د ټاکل شوي صدراعظم، فتحې باشاغا ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ شوي دي. دغه نښتې د دوی تر منځ تر مياشتو وروسته د اختلافاتو په ډيریدو سره شوي دي.