1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوڅ فلم خپرېدنې يې د ښاروال کېدو ارمان نیمګړی کړ

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د پاريس ښاروالۍ له پاره د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د ګوند نوماند بنیامن ګرویواؤ، د یوه لوڅ فلم تر خپریدو وروسته، د سیمه ایزو ټاکنو له سیالیو څخه لاس په سر شو.

https://p.dw.com/p/3Xoh7
Benjamin Griveaux französischer Politiker
انځور: picture-alliance/abaca/S. Le Tellec

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۱۴مه) پر یوه انټرنټ پاڼه یو سکس ویډیو خپره شوه. تر دې سمدستي وروسته ۴۲ کلن فرانسوي سیاستوال بنیامن ګرویواؤ، چې د فرانسې د ولسمشر امانويل ماکرون له ګوند څخه د مارچ میاشتې په راتلونکو ټاکنو کې د ښاروالۍ له پاره نوماند وو د خپل کاندیداتورۍ د بیرته اخیستنې اعلان وکړ. هغه وویل چې د خپلې کورنۍ د حفاظت له پاره دا کار کوي.

ګرویواؤ په پاریس کې د فرانسې خبري آژانس په مرکزي دفتر کې ویلي دي: «یوې انټرنټ پاڼې او ټولنیزې شبکې زما د پخواني ژوند په اړه ناپاکې حملې پیل کړي دي. زما کورنۍ د دې مستحقه نه ده. هیڅ وخت له هیڅ چا سره باید داسې ظلم ونه شي.» نوموړي زیاته کړه: «له یوه کال څخه د ډیرې مودې راهیسې زما او زما د کورنۍ پر وړاندې د بدنامۍ، درواغ، آوازو او د وژنې د ګواښونو لړۍ روانه ده.»

ګرویواؤ وویل: «ګواکې دا هر څه کافي نه وو، تیره ورځ یوې نوې سطحې ته ورسید او پر ما یې حمله وکړه.» د ګرویواؤ په خبره هغه نور د هیڅ چا له خوا د خپلې ښځې او ماشومانو د لا زیات افشاء کولو له پاره تیار نه دی: «دا له ټولو حدودو د تیریدو مترادف دی.»

د فرانسې لبریشن ورځپاڼې د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې روسي هنرمند او نقاش پیوتر پاولنسکي د دغه فرانسوي سیاستوال د «منافقت» د افشاء کولو له پاره د دې ویډیو د خپرولو ادعا کړې ده.

Teenager sitzt vor PC mit Wort Sex und einer nackten Frau
پر انټرنټ لوڅو فلمونو ته لاسرسی په ځانګړي توګه د تنکیو ځوانانو له پاره ډیر زیان رسوي.انځور: picture-alliance/chromorange/R. Peters

پیوتر پاولنسکي ویلي دي چې دا ویډیو یې د یوه داسې شخص څخه ترلاسه کړې ده چې له ګرویواؤ سره یي ډیرې نږدې جنسي اړیکې درلودې. پاولنسکي لبریشن ورځپاڼې ته په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي دي: «ګرویواؤ هغه کس دی چې تل د کورنۍ د حاکمیت خبره کوي، هغه وایي چې غواړي د کورنیو ښاروال شي او تل خپله میرمنه او ماشومان د مثال په توګه وړاندې کوي. خو هغه د دې برعکس کار کوي.»

پولنسکي زیاته کړه: «زه په هغو کسانو نیوکه نه کوم چې غواړي د خپلې خوښې جنسي ژوند وکړي، خو دوی باید ريښتنې وي.»

پیوتر پاولینسکي د بنیامن ګرویواؤ په هکله وویل چې هغه غواړي د ښار مشر شي او رای ورکونکو ته درواغ وایي:«زه اوس په فرانسه کې اوسیږم او د پاریس طبع یم، دا زما له پاره ډیره مهمه ده».

 ګرویواؤ د فرانسې د ولسمشر له خوا د پاريس د ښاروالۍ په ټاکنو کې د خپل ګوند په استازیتوب کاندید شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ا.ا