1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ۱۴میلیونه ډېر افغانان د خوړو د نه ډاډمنتوب سره مخامخ دي»

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

په افغانستان کې د خلکو یو پر دریمه برخه د خوړو له سخت نه ډاډمنتوب سره مخامخ ده. د احصائیو له مخې اوس هم هر دوهم افغان د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4gLAb
Afghanistan | Humanitäre Situation
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

په روم کې د دوشنبې په ورځ ، په ملګرو ملتونو کې د خوراکي بحرانونو د طبقه بندي کولو آی پي سي په نوم شبکې وویل چی په دغه ډله کی ۱۴،۲ میلیونه انسانان شاملیږي. دغه شبکې ويلي دي چې د ۲،۹ میلیونو کسانو له پاره حالت سخت بحراني دی.

د نوموړي شبکې په حواله د اقليم بدلون او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی ددې کار اصلي علت دی. همدا راز زياته شوې چې د نړیوالو خوراکي موادو د رسولو او کرهڼیزو مرستوله برکته، په۲۰۲۳م کال کې د غنمو مناسب حاصل او د کورنیو له خوا د هغوی د رانیولو ځواک ښيي چې په دغه حالت کې یو څه ښه والی راغلی دی. خو د احصائیو له مخی اوس هم هر دوهم افغان د بې وزلۍ تر کرښې لانديژوند کوي.

GP/BS/AG