1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کورنیو عوایدو د ملي بودجې د تمویل په اړه د طالبانو ادعا

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

د طالبانو حکومت د ماليي وزارت ويلي دي چې د نړيوالو محدودیتونو سره سره یې هم ملي بودجه له کورنیو سرچینو تمویل کړې. څنګه شونې ده چې په ټینګ اقتصادي بحران کې دې د افغانستان ملي بودجه له کورنیو عوایدو تمویل شي؟

https://p.dw.com/p/4GE8X
Bildergalerie Afghanistan Protest gegen Steuererhöhung
انځور: DW/H. Sirat

د روان ۱۴۰۱ لمریز کال له پاره، ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ملې بودجه په پام کې نېول شوې چې ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷،۹ میلیارده یې پراختیايي بودجه ده.

د طالبانو حکومت د ماليي وزارت نن سې شنبې (۲۰۲۲م کال د اګست ۳۰) د خپل کلني راپور د خپرلو پرمهال ادعا وکړه چې اعلان شوې ټوله بودجه له کورنیو سرچینو تمویل شوې.

د دغه وزارت د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج خبریالانو ته وویل: »پر موږ د ټولي دنیا مختلف قیودات دي، هغه نهه میلیارد ډالرو څخه ډېر زموږ خپل ریزرف فنډ یې هم راته بلاک کړی دی، نور مشکلات هم شته، بندیزونه یې راباندې لګولي دي، خو بیا هم موږ د یوې ژمنتیا پر اساس وکولای شول چې خپله بودجه له داخلي عوایدو څخه تمویل کړو.»

سره له دې چې د ماليي وزارت اعلان کړې ملي بودجه ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر لري، خو طالب چارواکي وايي، په تېر یو کال کې یې له ګمرکونو ۷۰ میلیارده افغانۍ او له نورو مالیاتي او نا مالیاتي سرچینو یې ۶۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د طالبانو د ماليي ځای ناستي وزیر ملا هدایت الله بدري وویل: «ملي بودجه چې ۲۳۱ میلیارده افغانۍ اعلان شوې، موږ پکې د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وکړ او د عادي بودجې ترڅنګ په پراختیايي بودجه کې هغه پروژې هم په پام کې ونېول شوې چې په بشپړېدو سره به یې خلک سوکاله شي.»

د طالبانو حکومت وايي، اوس د دولتي کارکوونکو د تنخواوو ترمنځ ستر توپيرونه نشته.

د افغانستان په مالیي وزارت کې د فساد په اړه رپوټ

د چارواکو په وینا مالي حکومتوالي یې برېښنايي ده او د همدې چارې له پاره یې سلهاوو مسلکي کسان په دندو ګومارلي دي.

طالبان داسې مهال له خپلو کورنیو عوایدو د ملي بودجې د تمویل ادعا کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ۷۵ سلنه ملي بودجه پر بهرنیو مرستو ولاړه وه.

اقتصادي شنونکي وايي، د طالبانو حکومت باید له ملي بودجي یو واضح تعریف ولري.

اقتصاد پوه ډاکټر عبدالله فیضي دویچه ویله ته وویل: «که چېرې موږ ملي بودجه داسې تعریفوو چې په هغې باندې څه نا څه معاشونه ورکوو او یا څه نا څه هغه لومړني لګښتونه پرې وکړو، دا هیڅکله د ملي بودجې یو ټولیز تعریف نه دی، په ملي بودجه کې اساسي موضوع د هېواد اقتصادي څرخ دی چې په مټ یې په هېواد کې اقتصادي وده رامنځته شي.»

د دغه اقتصادي شنونکي په وینا همدااوس په افغانستان کې ټولې اقتصادي پروژې په ټپه درېدلي، ډېر اقتصادي بنسټونه له کاره لوېدلي. دغه راز، ډېر شرکتونه فلج دي. ده زیاته کړه: «ماته ډېره ناممکنه ښکاري چې د افغانستان اسلامي امارت دې هغه ملي بودجه چې یو واقعي او ټولیز تعریف لري له داخلي عوایدو تمویل کړي.»

فیضي وايي، غوره داده چې اوسنی حکومت له نړېوالې ټولنې سره یوې هوکړې ته ورسیږي چې له مخې یې پر هېواد لګېدلي ټول بندېزونه ليرې شي.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال بودیجه تصویب کړه، آیا د وکېلانو غوښتنې منل شوي؟

د افغانستان تېر حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال له پاره ۴۷۳ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نېولې وه چې ۳۱۱ میلیارده یې عادي او ۱۶۱ میلیارده یې پراختیايي بودجه وه.

له هغې ۴۷۳ میلیاردو افغانیو څخه یواځې ۲۱۶ میلیارده یې له کورنیو عواېدو او پاتې ۲۵۷ میلیارده یې له نړېوالو مرستو تمويلېده.

طالبان داسې مهال د ټولې ملي بودجې له کورنیو عواېدو د تموېلېدو ادعا کوي چې تازه ۴۰ میلیونه ډالر بشر دوستانه مرستې افغانستان ته رسېدلي.