له کندز څخه په زرونو خلک تښتېدلي دي
۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبهپه کندز کي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړو د دغه ولايت اوسېدونکي سخت تاواني کړي دي او هغه څوک چي د تېښتي توان لري له خپلو مېنو څخه وتلي دي.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو هم ږغه کوونکي ادارې د راپور له مخي په تيرو څو وروځو کي له کندز څخه نژدې ۲۴ زره انسانان تښتېدلي دي چي ډېری ئې گاونډيو ولايتونو تخار، بلخ، سرپل او کابل ته ځانونه رسولي دي.
د ملگرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چي دغه بې ځايه سوي کورنۍ سرپناه، خوارکي موادو او دارو درملو ته اړتيا لري. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي دي چي د دغو بې ځايه سوو کډوالو شمېر کيدای سي ۱۰۰زرو کسانو ته ورسيږي.
په کندز کي له تيري يوې اوونۍ راهيسي جنگ روان دی. افغان امنيتي ځواکونو ويلي دي چي کندز ښار له وسله والو طالبان پاک سوی دئ او جگړه اوس د ښار په څنډو کي روانه ده.
خو د کندز د ولايتي شورا غړي سيد اسدالله سادات، بيا رسنيو ته ويلي دي چي په ښار کي وضعيت بدلون نه دی موندلی. هغه ويلي دي چي د شپې له خوا امنيتي ځواکونه له طالبانو څخه ځيني سيمي ونيسي، خو په سبا ئې طالبان هغه سیمي بيرته ونيسي.
د رسنيو د راپورونو له مخي امريکايي جنگي الوتکو د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ په موخه په تيرو څو ورځو کي د طالبانو پر مرچلو باندي ۲۰ وار بمبار کړی دئ.
نژدې اته ورځي دمخه وسله والو طالبانو پر کندز ښار له څو اړخونو يرغل وکړ او جگړه تر اوسه پوره روانه ده. کندز د افغانستان څلورم ستر ښار بلل کيږي او تر ۲۰۱۳م کاله پوري پکښې د جرمني عسکر مېشته ول.
نور مطالبت