له وسلو جوړولو سره د انسانانو جنون له کله پيل شو؟
انسانانو له کله راهیسې جګړه پيل کړه؟ ايا جګړه د انسان د طبیعت یوه برخه ده، ځکه ناچاره دې؟ د وین په نندارتون کې د لرغونو آثارو مهمو بیلګو د دغو ابدي پوښتنو ځواب ته لار پرانیستې ده.
د توري ځواک او حماقت
د وين موزیم تاريخی برخې مدر انتون کرن، چې د وسلو جوړولو تکاملي سیر نندارتون يې جوړ کړی دی وايې: «په نظر کې داسې ښکاري چې د خلکو حماقت بې کچې دی. دغه کار د لا ښو وسلو جوړولو له پاره د ډبرو له عصر څخه تر نن ورځي پورې ثابتيږي.» په دې انځور کي د توري بدليدلو سير ښکاري، چې د ډبرو ويشتلو له وړاندې تاريخ څخه تر آرتور شاه افسانوي توري پورې په بر کې نیسي.
د وژنې اسباب
د نوو تیګو په عصر کې ورځني توکي لکه د تیګو تبرګی په شخړو کې د وسلې کارولو په توګه واوښتل.(په عکس کې د هغه توکو ټولګه، چې تر ميلاد پنځه زره درې سوه کاله پخوا پوري اړه لري. دغه په اتریش او چک جمهوریت کې موندل شوي دي.) داسي ګومان کیږي چې دغه ډبريني وسلې به تر ټولو زړې وي، چې انسان د دفاع او بريد له پاره ترې کار اخيست.
په کوپړۍ کې سوري
دغه کوپړۍ د يوه شل او ديرشو کلونو تر منځ سړي ده چي د کوپړۍ په مخنۍ برخه کې سوری سوې ده، کیدای شي د لرګي نيزي لګیدلو له کبله وي. دغه کوپړۍ د اروپا تر ټولو لرغوني میدان، د آلمان په شمال کې د لونزه رود پر غاړه میندل شوي او تاریخ يې له میلاد څخه درې زره ۲۰۰ کاله پخوا ته رسیږی. وروستۍ څيړنه ښيې چې په دغه جګړه کې چې د برنجو په دوره کې پيښ شوي، په زرونو وسله وال ول، چې په وسلو او د تيګو په غشو مسلح ول.
ديرش کلنه جګړه
د کيندني دغه کار د مریان اثر، چې د ساکسون په سمیه کې په ۱۶۳۲ کې د لوتزن جګړې په مخامخ جبهه کې۴۰۰ کاله پخوا د اورنیو وسلو څخه کار اخیستل ښيي. د سويدن پاچا ګوستاو ادولف له هغه کسانو څخه وو، چې په دغه جګړه کې ووژل شو. که څه هم د هغه پروتستان پلویان په پای کي بریالی شول. دغه مذهبي جګړه کې هغه سیمه چې اوس په آلمان پورې اړه لري تر اته میليونو کسان پکښې ووژل شول.
لومړنۍ اورنۍ وسلې
په دغه موزیم کې دوه زره ۷۰۰ لومړنيو ټوپکونو د سوزیدلو فشنګونو سرونه نندارې ته وړاندي شوي. دغه ګولۍ د لوتزن جګړې سره تړاو لري. تر ټولو ستره دیرش کلنه جګړه وه چې تر ۲۲ زره کسان په کې وژل شوي دي. ډير له دوی څخه پر سر د ګولۍ لږيدلو او يا د کوپړۍ چاودلو له کبله وژل شوي. جنګيالو به ډير کله د دښمن سر هدف ګرزواوه. له همدې کبله د پرتلنې له مخې بدنې ټپونه کم لیدل شوي.
نوم ورکې سربازان
د لوتزن جګړې په سیمه کې انسانانو د اجسادو بقایاوی، د نوم ورکو سربازانو ياد تازه کوي، چې پرته له هر ډول مراسمو ډله ايز قبر ته اچول شوي ول. په عکس کې په کال ۲۰۱۱ کې ۴۷ تنه سربازان وموندل شول او په نویو تخنیکونو سره تر څيړنې لاندې ونیول شول. چې وکولی شی، ډير جزيات د قرباني شوي کسانو د ژوند په اړه پيدا کړي. د دغه نارينه نیمای يې د ۱۵ او ۵۰ کلونو تر منځ ول، د ګولۍ لږيدلو له امله وژل شوي وو.