له وزيرستانه خوست ته د کډوالو نوې څپه
۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبهله شمالي وزیرستان څخه تازه په سونو کورنۍ د جګړې له امله خوست ته کډه شوي او دا لړۍ روانه ده. دغه کورنۍ د خوست د کډوالو ګلانو په کمپ او ځينو وسلواليو کې ځای پرځای شوي دي.
دغه کډوال وایي چې په وزیرستان کې د جګړو او د پاکستان پوځ د عملیاتو له امله اړ شول چې خپل کورونه پریږدي. د وزيرستان له ادم کوټ سیمي څخه رامهاجر شوی ملاداد خان دویچه ویله وویل چې په خپله سیمه وزیرستان کې یې ژوند خوندي نه و، ډيرو خلکو د جګړې او د توپ مرمیو د لګیدو له امله ژوند له لاسه ورکړ او دوی اړ شول، چې له ډیورنډ کرښې راواوړي.
هغه وويل: «نوی ضرب عضب پیل شوی، اوس د روژې پنځه ورځې مخکې ادم کوټ کیلې نه راغلی یوو. پاکستان پورته د جنګ په لور حرکت وکړ، سخته بمباري یې وکړه، موږ ترې راووتلو.»
د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو د ګلان په نوم کمپ کې يوه مېرمن جنت بي بي چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده له دریو کوچنیو کورنیو سره یو ځای په یوه خټینه کوټه او یوه لویه خیمه کې ژوند کوي وايي: «موږ ته دلته هرشي تکلیف دی، د ټانکۍ اوبو تکلیف دی، موږ هرڅه ته ضرورت دی، موږ خو له ښې ورځې نه یوو راغلي.»
د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم دویچه ویله ته وویل، له تیري یوې میاشتي راهیسې له شمالي وزیرستانه د جګړو له امله د کډو بهیر راپیل شوی دی او تر اوسه څه باندي۱۶۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ له دوی سره راجستر شوې دي، چې تازه راکډه شوې دي. نوموړی وایي، دوی له دغو کډوالو سره د خیمو او لومړنیو خوراکي توکو مرستې پیل کړي دي او د نورو کډوالو د راتګ له پاره هم د مرستو چمتوالی لري.
هغه وويل: «سپیرې ولسوالۍ، ګلان کمپ، مرکز متون او مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو ته کډي رابې ځایه شوې دي. زموږ سروې ټیمونو۱۶۰۶ کورنۍ سروې کړې دي او لومړنۍ خوراکي توکو مرستي مو ورسره کړې دي.»
دوه کاله مخکي هم له وزيرستانه ځني کورنۍ افغانستان ته مهاجري شوې چي وروسته بيا پاکستان بيرته يو شمېر يې خپلو مېنو ته ستنې کړلې.
فريد الله ظاهر