1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

له هېرس او بلينکن سره د ګانتس ليدنه

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

د رپوټونو پر اساس د اسرائيل د جګړې د کابينې غړی بيني ګانتس، د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، له اجازې پرته په واشنګټن کې له لوړپوړو امريکايي چارواکو سره ګوري.

https://p.dw.com/p/4d8FS
بيني ګانتس له انتوني بلينکن سره
بيني ګانتس له انتوني بلينکن سرهانځور: Chuck Kennedy/U.S State/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د اسرائيل د جګړې د کابينې د غړی، بيني ګانتس به نوموړي د خپل «ملي يووالي ګوند» په حواله د دوشنبې په ورځ د امريکا متحده ایالاتو د مرستيالې ولسمشرې کمالا هېرس، او د ملي امنيت د مشاور جېک سليوان سره وګوري.

د ګوند له خوا زياته شوې ده چې نوموړی به همدا راز په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن، سره هم د سه شنبې په ورځ وګوري.

ګانتس، د يکشنبې په ورځ د اسرائيل او امريکا متحده ايالاتو د عامه اړيکو کمېټې له غړيو سره په ليدنې کتنې سره خپل سفر پېل کړ.

ګانتس په داسې يوه وخت کې واشنګټن ته سفر کړی دی چې د امريکا او د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، ترمنځ په غزه کې د فلسطينيانو د کړاو ختمولو او تر جګړې وروسته د دغه سيمې له پاره د يوه پلان پرسر ترنګلتياوې موجودې دي.

خو اسوشيتد پريس خبري آژانس د يوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخيستی، په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ګانتس دا سفر هم چې په غزه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې نږدې شپږ میاشتې وروسته ترسره کیږي، ښايي د نتانياهو بې اجازې شوی وي چې دا د اسرائيل په حکومت کې د لا ډېر ويش يوه نخښه ده.

د نتانياهو حکومت له دې کبله د خلکو له غوسې سره مخامخ دی چې اوس هم په غزه کې تر سلو ډېر کسان يرغمل دي. د اسرائيل د حکومت ترمنځ په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی چې د يرغمل شويو د آزادولو له پاره کوم اقدامات کیدلای شي.

د اسوشيتد پريس په حواله د نتانياهو د ښی اړخه ليکود ګوند يوه چارواکي له بيني ګانتس سره «کلکې خبرې» ترسره کړي دي او هغه ته یې ويلي دي چې هېواد «يوازې يو لومړی وزير» لري.

بيروت ته د سپینې ماڼۍ د مشاور سفر

د امريکا د ولسمشر جو بايدن، يو لوړپوړی مشاور اموس هوخشتاين، به د دوشنبې په ورځ بيروت ته سفر وکړي څو د اسرائيل او لبنان پر پوله وضعيت د ارامولو په موخه خبرې اترې وکړي.

د لبنان د حزب الله وسله واله ډله د اکتوبر له ۷مې نیټې راهېسې د اسرائيل او حماس له جګړې راهېسې د لبنان او اسرائيل پر پوله هر ورځ له اسرائيلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکيل کيږي.

اسرائيل تر هغه وورسته په غزه تراډه کې د حماس پر ضد عمليات پېل کړل چې دغه وسله والې ډلې پر اسرائيل بريد وکړ او تر ۱۱۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

حزب الله چې د حماس متحده ډله ده، وايي چې په غزه کې تر اوربند پورې به فايرونه ونه دروي خو که چېرې اوربند وشي نو هغه به عملي کړي.

د اسرائيل د دفاع وزير ياو ګالنت، هوډ څرګند کړی دی چې که چېرې له حماس سره اوربند هم رامنځته شي، د حزب الله پر ضد به خپل بريدونه نور هم پراخ کړي، څو دغه وسله واله ډله له سرحدي سيمې څخه وباسي. حزب الله ډله د ایران له ملاتړه هم برخمنه ده. د حزب الله او اسرائيل ترمنځ جګړې په لبنان او اسرائيل دواړو لوريو کې ملکيان وژلي دي.

حماس او حزب الله دواړې ډلې پر نورو سربيره د اسرائيل، امريکا او آلمان له خوا د ترهګریزو سازمانونو په توګه درجه بندي شوي دي.

کمالا هېرس د اوربند غوښتنه کړې

د امريکا متحده ایالاتو مرستيالې ولسمشرې، کمالا هېرس په الاباما کې د يوې غونډې په ترڅ کې په غزه کې د «سملاسي اوربند» غوښتنه کړې.

هېرس وويل: «په غزه کې د خلکو د کړاو کچې ته په کتو سره بايد په سملاسي توګه د لږ تر لږه شپږو اونيو اوربند رامنځته شي، هغه څه چې اوس د انتخاب په توګه پر ميز پراته دي.»

د نوموړې څرګندونې په چکچکو سره بدرګه شوې.

هېرس زياته کړه: «په غزه کې خلک له لوږې سره مخامخ دي. شرائط غير انساني دي او زموږ مشترک انسانيت موږ عمل کولو ته مجبوروي... د اسرائيل حکومت بايد لا زياتې هلې ځلې وکړي څو په مرستو رسیدو کې د پام وړ زياتوالی راشي. هیڅ بهانه بايد نه وي.»

په دې منځ کې په مصر کې د شنبې او يکشنبې په ورځو د روژې تر پېليدو د مخه د يوه اوربند له پاره خبرې اترې ترسره شوې. د حماس ډلې چې د غزه کنترول په لاس کې لري، د رپوټونو پر اساس یې د خبرو اترو د نوي پړاو له پاره يو پلاوی استولی دی.

د اسرائيل د رسنيو په حواله اسرائيل کوم پلاوی نه دی ليږدولی ځکه حکومت لا دې ته په انتظار دی چې وپوهيږي کوم يرغمل شوي ژوندي دي او حماس یې په بدل کې د هر یو پر سر د څو فلسطيني بنديانو آزادولو غواړي.

کمالا هېرس وويل: «حماس ادعا کوي چې د اوربند غوښتونکی دی. سمه ده، د خبرو اترو پر میز يو تړون پروت دی او لکه مخکې مو چې ويلي دي حماس یې باید ومني.»

مصر او قطر د حماس او اسرائيل ترمنځ چې له يو بل سره نیغ په نیغه خبرې نه کوي، د منځګړي نقش لوبوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: