1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له سگريتو لاس اخيستل پر بدن څه اغیز کوي؟

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

د اعتياد د برخې کارپوهان وايي چې له سگريتو تر لاس اخيستلو سملاسي وروسته نه يوازې د انسان په بدن کې مثبت بدلون راځي، بلکې پر روان یې هم ډېر ژر مثبت اغير کيږي.

https://p.dw.com/p/3QUyd
Raucher oder Nichtraucher
انځور: picture-alliance/ZB/R. Schlesinger

ډېر ژر، ډېر مثبت اغیز

توبياس روتر چې د ميونشن د لودويگ – ماکسيميليان پوهنتون د تمباکو د اعتياد د برخې مشر دی، وايي چې د سگريتو تر پريښودو يوازي څو ساعته وروسته بدن ته آکسيجن په ښه توگه رسيږي. هغه زياتوي چې په يوازې يوه يا دوو ورځو کې په سگريتو اخته انسانان د خوړو خوند او بويونه ښه حس کولی شي.

د سگريتو تر پريښودو يوازې دوې اوونۍ وروسته د سږو فعاليت ښه کيږي. خو روتر وايي: «ځينو خلکو ته ښايي ټوخې ور پيدا شي او د مخکې په پرتله ښايي ډېر ټوخی ورلري.» هغه زياتوي: «د دې علت دادی چې سږي په رغيدو لاس پوري کوي. دا پاکاري کابو يوه مياشت دوام کوي. تر يوې مياشتې وروسته سربيره پر دې د مدافعې قوت هم په ښکاره توگه پياوړی وي.»

روتر زياتوي چې له سگريتو څخه لاس اخيستل د انسان پر خوب هم اغیز لري. نوموړی وايي: «سگريت څکونکي د شپې هم د نيکوتينو اشتياق پيدا کوي. که څه هم دوی د دې په وجه له خوبه نه راويښيږي خو آرام خوب هم نه شي کولی. د سگريتو له پريښودو درې مياشتې وروسته خوب نورماليږي.«له سگريټو لاس اخيستل مو له کومو ناروغيو ساتي؟

هغه کسان چې غواړي له سگريتو لاس واخلي، په لومړي سر کې هڅه کوي چې شمير یې را کم کړي. روتر وايي چې د ورځې تر دوو زيات سگريت پر بدن ناوړه اغیزه کوي. هغه زياتوي: «د زړه د رگونو ناروغتيا او همدا راز په فلج کيدو او زړه پر حملې د دريو او شلو سگريت اغيز يو ډول دی، خو د سرطان په برخه کې بيا قضيه بل ډول ده او له هر سگريت سره د سرطان خطر زياتېږي.»

په سگريتو اخته هر دويم کس د تمباکو د اعتياد له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، کابو ۵۰ سلنه یې ۷۰ کلنې ته تر رسېدو د مخه.

۹۵ سلنه کسان پرې بيرته اخته کيږي

سگريت پريښوول آسانه چاره نه ده، خو يو شيان مرسته کولی شي. د مثال په توگه اکوپنکچر او يا د نيکوتينو پټۍ.

روتر وايي: «زياتره په سگريتو اخته کسان د دولس او شپاړلس کلنې ترمنځ موده کې په سگريتو اخته کيږي، يعني هغه وخت چې ماغزه لا پاخه نه وي. نيکوتين هغه مواد چې په ماغزو کې پر عصبي ارتباطاتو پريکړنده اغیز لري.»

د روتر په خبره د دې نتيجه د ټول عمر اعتياد دی چې سړی ترينه يوازې په پخې ارادې سره ځان نه شي خلاصولی. هغه زياتوي: «له هغه ۱۰۰ کسانو څخه یې چې بې له کومې مرستې د سگريتو پريښودو هڅه کوي، ۹۵ پرې بيرته اخته کيږي.»

غواړم سگريت پريږدم، خو څرنگه؟

له سگريتو لاس اخيستل کومه آسانه دنده نه ده. توبياس روتر په لومړي سر کې خپل مريضان په دې يو څه آراموي چې ناکامي نور ماله ده او له دې هڅې سره تړلې خبره ده. هغه زياتوي چې د سگريتو لاس اخيستل د باېسکل د چلولو په څېر دي: » راپرځيدل په دې پورې تړلې خبره ده، خو مهمه داده چې سړی ځان پر دې ټينگ کړي. دا خبره مهمه ده چې سړی مغزو ته دا سگنال ورکړي چې يو څه بدلون يې کړی دی.«

روتر وايي: «سهار پر هغه څوکۍ د کښيناستو پر ځای چې هره ورځ پرې کښينئ پر يوه بله کښينئ. د چایو پر ځای کافي وڅښئ. شا او خوا ته مو تغير ورکړئ. د کار پر ځای مو گلان له يوې خوا ته بلې ته کړئ.» د هغه په خبره دا ښايي د مغزو په غځولو کې مرسته وکړي.

يوليا فيرگن