1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوریې د امريکايي ځواکونو د وتلو فرمان لاسليک شو

۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبه

له سوریې څخه د ۲۰۰۰ امريکايي ځواکونو د وتلو پريکړه چې پر سر یې سخت بحثونه وشول، نهايي شوې ده. د پينتگان وياند دغه خبر تائيد کړی او نور جزيات يې نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/3AaHB
Syrien Manbidsch US Truppen
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزرات وياند له سوریې څخه د امريکايي ځواکونو د و تلو په هکله وويل: «د سوریې اړوند فرمان لاسليک شو.» د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تېرې چهار شنبې په ورځ په حيرانونکي توگه له سوریې څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د رايستلو اعلان وکړ او د خپلې دې پريکړې دليل یې د افراطي ډلې داعش بشپړه ماته وښوود. خو وروسته ترمپ خپله خبره سمه کړه او ويې ويل چې داعش «تر ډېره» حده ماتې خوړلې ده.

له دې اعلان سره نه يوازې د داعش پر ضد جگړه کې د امريکا متحدينو مخالفت وښود، بلکې په متحدو ايالاتو کې دننه هم دا يوه لانجمنه موضوع وگرځيده او د اړوند وزارت د مشر، يعني د دفاع وزير جيمز ماتيس تر دغه اعلان يوه ورځ وروسته له خپلې دندې استعفاء وکړه.

د ولسمشر ترمپ د وينا پر اساس به د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د وزارت چارې مرستیال مشر پيتريک شاناهان پر غاړه واخلي.

Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
امريکا له افغانستان څخه هم د خپلو يو شمير عسکرو د راويستلو پلان لريانځور: Reuters/O. Sobhani

د سي اين اين تلويزيوني شبکې په حواله له سوریې څخه د امريکا ځواکونو د وتلو فرمان جيمز ماتيس لاسليک کړی دی.

ترمپ: اردوغان غواړي داعش له منځه يوسي

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان او ترمپ داوړه غواړي چې له سوریې څخه د امريکايي ځواکونو وتل په گډه سره وسنجوي. دا خبره په انقره کې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د دواړو مشرانو ترمنځ تر تليفوني تماس وروسته شوې ده.

ترمپ هم د تويتر له لارې دغه معلومات تائيد کړل. هغه ليکلي دي چې له اردوغان سره یې د امريکايي ځواکونو د «ورو او همغږي شوي» اخراج په هلکه خبري کړي دي. ترمپ په دې سره غواړي ثابته کړي چې د امريکايي ځواکونو رايستل یې سنجولي دي او دا يوه داسې پريکړه ده چې غور او فکر پرې شوې او چمتووالی ورته نيول شوی دی.

ترمپ مخکې ليکلي دي چې اردوغان ورته باور ورکړی چې داعش به په  بشپړه توگه له منځه وړي. هغه زياته کړې ده چې اردوغان ورته ويلي دي چې هغه به په سوريه کې د داعش پاته شوي «له منځه يوسي.»