1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسيې څخه د چین د احتمالي ملاتړ په اړه د امریکا اندیښنې

۱۴۰۰ اسفند ۲۷, جمعه

بایدن غواړي په تليفوني اړیکه کې خپل چيني سیال ته له پوتين څخه د هر ډول ملاتړ د مسئوليت او لګښت یادونه وکړي. په دې منځ کې بلينکن روسيه پر «جنګي جنایت» تورنه کړې. زیلنسکي بیا وايي د اوکراین مهمې برخې زموږ ځواکونو سره دي.

https://p.dw.com/p/48fMB
China | Präsident Xi Jinping und Joe Biden
انځور: Ng Han Guan/dpa/picture alliance

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر، جو بایدن، د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) تر غرمې وروسته له خپل چيني سیال سره د اوکراین جنګ په اړه خبرې وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزیر د دغه مطلب په ویلو زیاته کړه چې بایدن غواړي روښانه کړي چې چين به پر اوکراین د روسېې له یرغل څخه د هر ډول ملاتړ مسئوليت په غاړه ولري.

آنتوني بلینکن وویل: «موږ انديښنه لرو چې بجینګ به مسکو ته د پوځي تجهیزاتو په ګډون د مستقیمو مرستو د ارزونې په حال کې وي. په دې صورت کې به امریکا د بیجنګ د لګښت له زغملو څخه صرف نظر ونه کړي.»

چین تر اوسه داسې يو څه رد کړي نه دي. واشنګټن په عین حال کې دا انديښنه هم لري چې چين به وشي کړی د لويديځ د لګيدلو اقتصادي تحریمونو په مقابل کې له روسیې څخه ملاتړ وکړي. بلينکن زیاته کړې، دوی تمه لري چې چین به وکولی شي پوتين له نړیوالو قوانینو څخه پيروي کولو ته قانع کړي، «خو داسې ښکاري چې د دې برخلاف کار ترسره کیږي.»

چين د ملګرو ملتونو په سازمان او د امنيت په شورا کې د روسيې اقدام محکوم کړی نه دی. په عین حال کې امریکا هم تر اوسه داسې کوم مدرک نه دی وړاندې کړی چې د هغه پر اساس چین روسیې سره د مرستو کولو نیت لري. د چین د بهرنيو چارو وزارت د واشنګتن تورونه «ناسم معلومات» ګڼي.

 زيلنسکي: د اوکراین مهمې سیمې اوس هم موږ سره دي

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلینسکي په يو ويډيويي پیغام کې ټينکار کړی چې د هیواد امنيتي ځواکونه يې اوس هم ټولې هغه سيمې په خپل کنټرول کې لري چې د روسيې ځواکونو هدف دي. هغه له جو بایدن څخه د «نوو او موثرو» مرستو په خاطر ستاينه وکړه او زیاته يې کړه: «د درک وړ ده چې نشو کولی د امریکا متحده ایالاتو د حمايتي بستې ټول جزئیات افشا کړو. دا د تکتیک يوه برخه ده چې دښمن نه پوهیږي له موږ څخه څه تمه ولري.»

USA l Der Ukrainische Präsident Selenskyi hält Ansprache im Kongress
د ولادیمیز زیلنسکي ويديويي کنفرانس د امریکا له کانګرس سره - د مارچ ۱۶مهانځور: Drew Angerer/Pool Getty Images/AP/picture alliance

جو بایدن د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) اوکراین سره د پوځي او بشردوستانه مرستو، ۱۳ اعشاریه ۶ میليارډ ډالري لایحه لاسليک کړه.

د دغو مرستو شاوخوا نیمایي برخه يې اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو د تامين او همدارنګه د ختيځې اروپا هیوادونو ته د امريکايي قواوو د استولو او د هغوی لوژستيک ته جلا کړل شوې ده. د مرستو نوره برخه بيا بشري، اقتصادي او تخینکي مرستو له پاره ده.

بلینکن: روسيې جنګي جنایت ترسره کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جو بایدن خبرو په تائيد، روسيه د جنګي جنایت پر ارتکاب تورنه کړه، خو زیاته يې کړه چې دا د هغه خپل شخصي نظر دی. آنتوني بلینکن، د پنجشنبې ورځې په مازدیګر په واشنګټن کې وويل: «زه شخصا له ولسمشر بایدن سره موافق یم چې باور لري په اوکراین کې جنګي جنایات ترسره شوي دي. پر ملکیانو باندې  حمله جنګي جنایت دی.»

بلینکن زیاته کړه چې په متحده ایالاتو کې حقوقي کارپوهان، په اوکراین کې د جنګي جنایتونو د څيړنې او مستند جوړونې په حال کې دي.

واشنګټن تر اوسه د مسکو حملې په رسمې توګه د جنګي جنایتونو په توګه درجه بندي کړي نه دي او د سپينې ماڼۍ ویاندې، جېن ساکي، د بایدن خبرې هغه شخصي دريځ ښودلی دی. بایدن د چهارشنبې په ورځ پوتين جنګي جنایتکار ياد کړ. کرملین بیا دا د «نه بښنې وړ» خبره ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان پر ملکيانو د حملو د تحقیق غوښتونکی شو

Schweden Stockholm | OSCE Treffen | Antony Blinken
آنتوني بلینکنانځور: Russian Foreign Ministry/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي مرستیالې، په اوکراین کې پر کورونو، ښوونځيو، روغتونونو د حملو او د ډير شمیر ملکي تلفاتو په اړه د تحقیقاتو غوښتونکې شوه. میرمن رزماري دي کارلو، په نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت په شورا کې وويل: «نړیوالو بشردوستانه قوانینو په ښکاره وايي چې په پوځي عملیاتو کې ملکیانو باندې مستقيمې حملې ممنوع دي، اما په اوکراین کې د هستوګنې سيمې په غیرعادی توګه تر حملو لاندې نیول شوي دي.» دي کارلو د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمشنرۍ شميرو ته هم اشاره وکړه چې وايي په جګړه کې د ۵۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۲۶ ملکيان وژل شوي دي.

هغې زیاته کړه چې د ملکیانو واقعي امار احتمالا تر دې ډير زیات دي. دي کارلو وويل: «ډيری مرګ ژوبلې په ګڼ میشته سیمو کې د لرې واټن ويشتونکو وسلو د کارولو له کبله رامنځ ته شوي دي.»

آلمان: اروپايي هیوادونه باید د اوکرايني مهاجرو په منلو کې یو موټي وي

د آلمان د کورنیو چارو وزيرې، اې آر ډي، تلويزیون سره په مرکه کې د داسې هڅو څخه خبر ورکړ چې له مخې اکثره اروپايي هیوادونه د اوکرايني مهاجرو منلو ته ژمن کړي. میرمن نانسي فېزر زياته کړه چې تر اوسه د اوکراين ګاونډي هیوادونو ډير لوړ شمیر اوکرایني جګړه ځپلو ته ځای ورکړی او ډير شمیر مهاجر آلمان ته هم په لاره دي. هغې وويل یونان هم ژمنه کړې چې پولند ته د رسیدلو جګړه ځپلو څخه به یوه برخه ومني.

میرمن فېزر هیله مندي وښوده چې د اروپايي اتحادېې غړي هیوادونه خپلې ژمنې په یاد ولري او له یو بل سره په همغږۍ او پيوستن سره، موجود شرایط مدیریت کړي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ب.ص.