1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو راسره د لاریون پر مهال زور زیاتی وکړ»

۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

د مخکیني جمهوري دولت یو شمېر قاضیانو نن چارشنبه کابل کې د سترې محکمې مخې ته اعتراض کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې بېرته یې خپلو دندو ته وروغواړي. خو دوی وايي طالبانو یې د لاریون مخه ونیوله.

https://p.dw.com/p/47tjB
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration für Taliban
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP

لاریونوالو قاضیانو وويل، وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیوه دوی یې له کوم دلیل پرته له دندو ګوښه کړل. له دې ډلې یوه لاریونوال قاضي شعیب دویچه وله ته وویل، څو ځل د خپلو معاشونو د ورکړې او دندو ته د ورګرځېدو په اړه د طالبانو حکومت ته ورغلي؛ خو غږ یې نه دی اورېدل شوی. هغه وويل: «موږ نن د سترې محکمې مخې ته راټول شو، شمېر مو سلګونو ته رسېده. موږ مشخصې غوښتنې لرلې، لومړی دا چې له کله چې طالبان قدرت ته رسېدلي، موږ یې له کوم دلیل پرته ګوښه کړي یو. دویم دا، چې اوه میاشتې کېږي معاش مو پاتې دی. موږ په کراتو سترې محکمې ته ورغلي یو، مګر طالبان اجازه نه راکوي.»

طالبانو څو ځلي ویلي چې د ملکي خدماتو کارمندان خپلو دندو ته ورګرځېدای شي؛ خو دا قاضیان وايي، سربېره پر دې چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي، له دندو هم ګوښه شوي.

قاضي شعیب وايي، د تېر حکومت پر مهال  وسله والو طالبانو ته د اوږدو کلونو بند سزا ورکولو له کبله دوی اوس د خطر احساس هم کوي. نوموړی وايي، ننني لاریون کې طالبانو له دوی سره ناسم چلن وکړ او د دوی په څو ملګرو قاضیانو یې برید وکړ.

هغه زياتوي: «هېڅ توجیه ورته نه وه. د سترې محکمې ویاند د طالبانو له سرتېرو سره راغی او موږ یې په زور وشړولو. ډېر ناسم چلن یې راسره وکړ. په څو قاضیانو یې آن برید وکړ.»

خو د طالبانو د سترې محکمې چارواکيو د معترضو قاضیانو دا ادعا رد کړه، چې ګواګې دوی سره زورزیاتی شوی دی.

د سترې محکمې وياند مشعل افغان دويچه ويله ته وويل چې د محکمو اویا سلنه کارکوونکي بيرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د محکمو ۳۰ سلنه کارکوونکي د فساد دوسیې لري او اوس تر څېړنې لاندې دي. مشعل افغان وویل، د محکمو د کارمندانو د معاشونو ويش روان دی او ژر به تکمیل شي.

هغه زياته کړه: «د محکمو اویا اتیا سلنه کارمندان بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلي او هېڅ ستونزه نه شته. او هغه پاتې کارمندان چې دوسیې لري، د اسنادو له څېړلو وروسته به په دې شرط بېرته دندو ته غوښتل کېږي، چې فساد پرې ثابت نه شي. دوی نن د عدلیې وزارت له امر پرته په لاريون لاس پورې کړی وو، چې اجازه ورنکړل شوه.» خو قاضیان د طالبانو دا خبره ردوي.

د خالد مقدم په نوم یوه قاضي چې د لاریون ګډونوال وو دویچه وله ته وویل، دوی یې په ډله‌ییز ډول له دندو ګوښه کړي.

هغه وويل: «دوی په ډله‌ییز ډول له دندو ګوښه کړای شوي او پر ځای یې داسې کسان ورپېژندل شوي، چې پوره تجربه نه لري. دا عادلانه نه ده. دا قاضیان باید بیرته په خپلو دندو وګمارل شي او که طالبان وايي، چې د تېر حکومت قاضیانو فساد کړی، یو کمیسیون دې وټاکي چې مفسد له غیرمفسد بیل کړي. موږ هم د فساد پلوي نه یو.»

قاضي مقدم دغه راز زیاته کړه چې د دوی د غوښتنو له شریکولو مخکې طالبانو دوی سره زورزیاتی وکړ، دوه قاضیان یې وډبول او لاریون یې وروپاشه.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د مېرمنو په ګډون دا شان ډېر مدني اعتراضونه او ناستې پاشلي او په دې برخه کې د زورزیاتي، نیونې او شکنجه کولو رپوټونه ورکړل شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب