1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره د آلمان د پخوانيو عسکرو د شتون خبرداری

afp,rtr,dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

آیا په «اسلامي دولت» ډله کې د آلمان د پوځ پخواني عسکر شتون لري؟ د پوځي د جاسوسۍ ضد خدماتو دغه خبرداری د آلمان د دفاع وزارت جدي نیولی. د دغي ادارې له خوا په پوځ کې د شاملېدونکو کسانو د کنترول په هکله ځیني انتقادونه شته.

https://p.dw.com/p/1EnxA
انځور: picture alliance

د آلمان پوځ په اصطلاح د «اسلامي دولت» په لیکو کې د خپلو پخوانيو عسکرو د معلوماتو په هکله غواړي غبرگون وښيي. په برلین کې د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې په دې هکله به خبري وشي چې آیا په راتلونکي کې د آلمان په پوځ کې د شاملیدونکو کسانو د سخت دریځۍ په هکله سختې پلټنې وشي که نه. ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې «یوه پیښه هم ډیره زیاته ده.»

د آلمان د دفاع وزارت په دې ډول د پوځي جاسوسۍ ضد خدماتو د ادارې (MAD) مشر کریستوف گرم، خبرداري ته ځواب ورکړی دی. د آلمان د پوځ د استخباراتي ادارې مشر د «وېلټ ام زونتاگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې داسې شک کیږي چې په عراق او سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» په لیکو کې ښایي د آلماني پوځ پخواني ۲۰ تنه عسکر وي.

د دفاع وزارت او سوسیال دیموکراتانو له خوا تردید

د پوځي جاسوسۍ ضد خدماتو ادارې د مشر له خوا په پوځ کې د شاملیدونکو کسانو په هکله له اساسي وړاندیزونو څخه سخت دریځۍ ته د مایل توب د معلومولو په هکله د دفاع وزارت محتاطانه غبرگون ښوولی دی. د آلمان سوسیال دیموکرات گوند (SPD) بیا په دې هکله نیوکي کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند په وینا سخت کنترول باید له «قانوني لحاظه امکان» ولري او «په عمل کې د اجرا وړ» اوسي. زیاته شوې ده چې د پوځ په ځینو برخو کې د هر پوست له پاره د عریضه کوونکو شمیر پنځه یا لس برابره لوړ وي. په دغسې یوه حالت کې نه شي کیدای چې د ټولو درخواست کوونکو په هکله دقیقي څېړني وشي.

په اصولي توگه د آلمان پوځ سخت دریځۍ ته تمایل تر خپل نظر لاندي لري. د دفاع وزارت د ویاند په وینا «موږ د ۳۶۰ درجې زاویې په رادار کې کتلو ته ژمن یو.» دغه څه د ښی او کیڼ اړخ افراطیت په هکله صدق کوي. د ویاند په وینا د پولیسو له خوا د یوه سند د ترلاسه کولو په موخه دغسي یو امنیتي گام ترمخه لا اخيستل شوی دی.

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند، پوځ ته د شاملیدونکو کسانو په هکله د پوځي جاسوسۍ ضد خدماتو ادارې له خوا د هر اړخیز سخت کنترول خبره رد کړې ده.

د دغه گوند د دفاعي چارو کارپوه راینر ارنولد، د «برلینر څایټونگ» سره په مرکه کې ویلي دي چې دغه اداره باید په پوځ کې مسئولیت ولري نه دا چې په پوځ کې د شاملیدونکو کسانو په هکله پلټنې وکړي.

د هغه په وینا د پوځي جاسوسۍ ضد خدماتو اداره نه شي کولای چې ټول عسکر د ناټو په شان د لوړو امنیتي معیارونو له مخي وپلټي. د هغه په وینا په اصل کې دا د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې یا د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې دنده ده.