1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له خوښیو ډګ ژوند د عمر د اوږدوالي لامل کیږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د ژوند د یوه ښه شریک لرل نه یوازې د ښې فضا رامنځ ته کیدو لامل کیږي، بلکي د یوې نوي څیړنې پایلې ښيي چې دغه څه د ژوند پر اوږدوالي هم مثبت اغیز کوي. خو که د یوه کس د ژوند شریکه یا شریک بدخلقه وي نو باید څه وکړي؟

https://p.dw.com/p/3Ids9
Symbolbild Glücklich essen
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra Images

یو بې حوصله انسان چې ټول وخت پروت وي، او یوازي د اړینو کارونو لکله سګرت دودولو له پاره له ځایه ولاړيږي او پخپله خوشحاله نه وي، نو په چاپیریال کې یې هر څه لکه کار، ملګري او ټول ژوند ورته بېهوده بریښي.

خو برعکس، که یو کس په ژوند کې فعاله وي، له ژوند او ملګرو او کورنۍ خوند واخلي، نو د هغه له پاره بیا ټول ژوند خوندور وي. په هر حال، مېړه یا ماينه، خپل شریک ژوند ته ښه یا بد رنګ ورکوي. په هالند کې د تیلبورګ پوهنتون څیړني ښيي چې د ژوند د شریک خوشبختي، د عمر پر اوږدوالي هم اغیز لري.

د خپل او ژوند د شریک درکول

هر انسان په ژوند کې له احساسي لوړو او ژورو سره مخامخیږي. خو مهمه خبره دا ده چې د ژوند د شریک په توګه له ستونزو سره د مخامخیدو په صورت کې ناهیلي نه شو. ارواپوه هنس ګئورګ لاور، په دې نظر دی چې په ژوند کې یوه اړینه خبره دا ده چې سړی د «زه او ته» په تفاوت پوه شي.

د هغه په خبره که څه هم دا موضوع عادي ښکاري، خو په ځانګړې ټوګه په عاشقانه مناسباتو کې ډیر وخت خلک علاقه لري چې خپل وجود د خپلي ملګري یا خپل ملګري په ژوند کې منحل کړي. لاور ټینګار کوي، چې باید سړی د خپل او خپل د ژوند د ملګري د ژوند حد او حدود وپیژني. د بلګې په توګه که څوک ځان په دې قانع کړي چې د میرمنې یا میړه خواشیني یې له هغه سره هیڅ تړاو نه لري نو کولای شي ځان له عاطفي وجهي ښه محافظت کړي.

لاور زیاتوي: «د میړه یا ماينې د خواشینۍ او افسرګي په صورت کې یو مهم کار دا دی چې سړی د هغې یا هغه اندیښنو ته غوږ ونیسي، خو هیڅ ډول قضاوت و نه کړي؛ ځکه د اندیښنو د ښه والي او بدوالي په اړه هر ډول بحث په قوي احتمال د دې لامل کیږي چې خرابه فضا رامنځ ته شي.»

چوپتیا د سرو زرو ارزښت لري

که څه هم ډیر کسان فکر کوي چې د خپلې ښځې او خپل میړه د ناخوښۍ د له منځه وړلو له پاره په لارو چارو بلد دی، خو لاور ګواښ کوي چې د دغو لارو چارو ښوول، کیدای شي ستاسو د ژوند د ملګري ستونزې لاپسې ډیرې کړي. هغه وایي چې کیدای شي له وضعیت څخه ستاسو د ژوند د ملګري برداشت بل ډول وي.

د لاور په اند که سړی تل په ژوند کې ناخوښه وي او وپوښتي چې ولې له یوه کس سره یوځای دی، نو ښه ده چې د ارواپوه مرسته ترلاسه کړي او د ځان خوښي ته ارزښت ورکړي، ځکه په خبره یې په ژوند کې د یوه کس ناخوښي پر بل باندې اغیز کوي.

(n.f/m.j/n.z(AG