له ختیځ غوطه څخه په سلونو جنګیالي ووځي
۱۳۹۷ فروردین ۱۰, جمعهد سوریې له ختیځ غوطه سیمې څخه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د مارچ ۳۰مه) په سلونو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړو وځي. د لندن میشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په حواله په سلونو کسان به د سرویسونو په واسطه ادلیب ته ولیږدول شي. د سوريې د دولتي خبري آژانس سنا، د خبر له مخې له يوې اوونۍ راهیسې له سیمې څخه د خلکو د راایستلو د لړۍ د پیلیدو په ترڅ کې ۳۱۸۹۰ کسان د ختیځ غوطه له سویلي برخې څخه وتلي دي، کومه چې فلیق الرحمن، په نوم تندلارې ډلې له لوري کنترولیږي.
د روان ميلادي کال د فبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د سوریې پوځ چې د روسي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره وو پر ختيځ غوطه ستر پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سوريي حکومتي ځواکونو د دغې سیمې چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده کابو ۹۰ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته. دغه سیمه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د تندلارو یاغیانو په لاس کې وه.
د فليق الرحمن، ډلې تر څنګ د احرار الشام تندلارې ډلې له روسيې سره په دي هکله هوکړه کړې وه چې له دغې سیمي خپل جنګیالي وباسي. جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي له نورو ملکیانو سره د سوریې شمال لویدیځ ولایت ادلیب ته لیږدول شوي چې لا هم د یاغیانو تر کنترول لاندې دی.
د سنا دولتي خبري آژانس د معلوماتو له مخې په مارچ میاشت کې په ټوليزه توګه ۱۳۵ زره انسانان له دغې سیمي څخه وتلي دي.
د ختیځ غوطه سیمې نیول چې پلازمېنې دمشق ته څیرمه پرته ده د سوریې د واکمن بشارالاسد له پاره د ستراتیژیک او سمبولیک لحاظه ډیره مهمه ده. اوسمهال یوازې د دوما ښار د جیش الاسلام، ډلې له لوري کنترولیږي. له څو ورځو راهیسې روسیه د دغې تندلارې ډلې سره د نوموړي ښار د تسلیمولو پر سر خبرې اترې کوي.