«له بیکارۍ نور په تنگ شوي یو»
۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه
په دې ترتیب سره په افغانستان کې د سیاسي قدرت د لیږد بهیر تر شپږو میاشتو ډیر وخت نیولی دی. اوس مهال پانگوال او سوداگر په یوه نامعلومه وضعیت کې وخت تیروي چې په پایله کې یې پر راتلونکې باندې بې اعتمادي رامنځ ته شوې ده.
وحیدالله چې په کابل ښار کې د ساختمانی توکو پلورنځای لري وایي چې د ټاکنو د بهیر تر پیلیدو له یوه کال مخکې یې لا د کار وضعیت ښه نه وو: «د کار وضعیت ښه نه دی. کار ورک شوی دی. تر ټاکنو یو کال مخکې بازارونه سست شول او هر څوک وایي چې ترڅو ټاکنې پای ته و نه رسیږي وضعیت نه ښه کیږي.»
په کابل کې د ډیری ودانیو ساختماني چارې بشپړې شوې نه دي. د دغو نیمه جوړو شویو ودانیو خاوندان وایي، تر هغه وخته پورې چې د ټاکنو او د افغانستان سیاسي راتلونکې روښانه نه شي، نو په ساختمایي سکتور کې به پانگونه و نه کړي.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې څو وارې ویلي دي، تر هغه وخته پورې چې د ټاکنو پایلې روښانه نه شي او ولسمشر کرزی له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو سوداگر به له افغانستان څخه بهر ته د خپلو پانگو لیږدولو ته دوام ورکړي.
د دې سازمان چارواکو ویلي دي هر څومره چې د افغانستان سیاسي راتلونکې نامعلومه وي، ورسره په متناسبه توگه پانگې هم له دې هیواد څخه بهر ته لیږدول کیږي.
د ټاکنو اوږد بهیر یوازې لوی پانگوال نه دي زیانمن کړي بلکې وړوکو کسبه کارانو ته یې هم زیان رسولی دی. سخي په کابل ښار کې گلان پلوري. هغه وایي: «د ټاکنو د لومړي او دویم پړاو له کبله کارونه ډیر کم شوي دي چې په پایله کې یې بیکاري رامنځ ته شوې ده.»
د غلاو ډیریدل
د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې د بې روزگارۍ د ډیریدو له کبله په دې ښار کې د غلاو کچه هم لوړه شوې ده. د کابل ښار اوسیدونکی وحیدالله وایي: «زما جیب یې وواهه، زما له ملگرو څخه هم غلاوې شوې دي. په سیمه کې یې د هغوی لاره نیولې وه. غلو تفنگچه لرله. ټولې پیسې یې زما له ملگرو څخه اخیستې وې.»
رضا د کابل ښار بل اوسیدونکې دی. هغه وایي چې په کابل کې رامنځ ته کیدونکې ډیرې غلاوې د بیکارۍ له کبله کیږي: «ناامنۍ او غلاوې ډیرې شوې دي چې لامل یې بې روزگاري ده. که یو کس کار ولري نو غلا نه کوي او مخدره توکې نه کاروي. د دغو ټولو مسایلو یو لوی لامل دا دی چې خلک بیکاره دي.»
د کابل اوسیدونکي د ټاکنو پر کمیسیونونو باندې غږ کوي چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره روښانه کړي.