1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بلغاریا د ۱۸ مړو شویو افغانانو جسدونه کابل ته ولېږدول شول

امید دیدار
۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې په بلغاریا کې د ۱۸ مړو شویو افغانانو جسدونه نن سهار کابل ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4RkRM
آرشيف انځور: په فيبرورۍ مياشت کې په بلغاريه کې په یوه لارۍ موټر کې ۱۸ جسدونه موندل شوي ول
آرشيف انځور: په فيبرورۍ مياشت کې په بلغاريه کې په یوه لارۍ موټر کې ۱۸ جسدونه موندل شوي ولانځور: Georgi Paleykov/NurPhoto/IMAGO

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا‌ احمد له قوله خبر ورکړی دی چې دغه جسدونه د دغه وزارت او په بلغاریا کې د افغان سفارت په هڅو نن سهار کابل ته ورسول شول.

په خبر کې ویل شوي، د اتلسو ځوانانو جسدونه د کابل په هوايي ډګر کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د باختر آژانس په خبر کې راغلي دي چې دغو کسانو اروپا ته پر لار یوه کانتینر کې د اکسیجن د کمښت له امله ساه ورکړې وه.

د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي

دغه پېښه شاوخوا درې میاشتې مخکې د بلغاريا مرکز صوفیې ته نیږدې شوې وه. هغه مهال هم د دغې پېښې انځورونه او ویډیوګانې پر خواله رسنیو له پراخو غبرګونونو سره یو ځای خپرې شوې وې.

له ايرانه د ۱۳ افغانانو جسدونه را انتقال سول

نن هم دا موضوع د خواله رسنیو د سر ټکی دی او ګڼو کسانو، افغانانو ته پر ناقانونه لارو اروپا او د نړۍ نورو هيوادونو ته د نه تلو سپارښتني کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ راهیسې اروپا او نورې نړۍ ته د افغانانو تلل زیات شوي دي چې ډېر کله پر لارو د مړینې، ژوبلېدنې او تشدد رپوټونه ورکول کېږي.