1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران څخه کابو ۷۰ زره افغانان هيواد ته ستانه شوي

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د چارواکو په وینا په تیرو ۲۰ ورځو کې له ایران څخه کابو ۷۰۰۰۰ افغانان خپل ټاټوبي ته راستانه شوي. ایران د کرونا ویروس له کبله سخت اغیزمن شوی او په دومره شمیر کې د افغانانو راتګ روغتیايي چارواکي له ستونزو سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/3ZYZ3
Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له ایران څخه د دومره زیات شمیر افغانانو راتګ په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو انديښنې زیاتې کړي دي.

ډیری افغانان چې ایران ته د کار په موخه تللي وو بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، ځکه چې پر ایران باندې د متحده ایالاتو تر بندیزونو وروسته د دغه هیواد اقتصاد لا کمزوری شوی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) ویلي دي چې پر دې سربیره په افغانستان کې د پسرلي حاصلات هم د دې سبب شوي چې دغه کارګر بیرته راوګرځي.

دغو افغانانو وروسته له هغې بیرته خپل هیواد ته د داخلیدو اجازه ترلاسه کړه چې کابل له ایران سره د ځمکنۍ پولې د پرانیستو اجازه ورکړه. تر دې دمخه افغان حکومت د کرونا ویروس (کوید – ۱۹) د خپریدو له کبله له ایران سره خپلې ځمکنۍ او هوایي لارې تړلې وې. ایران یو له هغو هیوادونو دی چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی.

Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

په هرات کې د کډوالو د بیا راستنیدو ادارې مشر جاوید ندیم، خبرداری ورکړی دی چې د بیا راستنیدونکو زیات شمیر او د یوه روغتیايي ناورین د مخنیوي په موخه پر پوله لا ډیرو روغتیايي کارکوونکو او د معاینې بهتره سهولتونو ته اړتیا ده.

ښاغلي ندیم، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې روغیتایي کارکوونکي «له بیرته راستنیدونکو کسانو څخه یوازې یو څو پوښتنې کوي او تبه یې ګوري. دا کفایت نه کوي.»

د ایران چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د فبرورۍ له ۱۹ نېټې راهیسې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له کبله ۸۵۳ تنه مړي شوي دي او له خلکو یې غوښتي دي چې له سفر کولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس ۲۱ مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې زیاتره یې په هرات کې دي چې له ایران سره ګډه پوله لري.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې په دې تړاو د معاینې نیمګړي اقدامات او همداسې د مناسبو روغتیايي زیربناوو د نشتوالي له کبله ښایي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر رسمي ارقامو لوړ وي. په داسې حال کې افغان چارواکي د دغه ناروغۍ د مخنیوي په هڅه کې دي، په هرات کې له یوه روغتون څخه شا او خوا ۳۸ تنه قرنطین شوي کسان وتښتیدل چې په کرونا ویروس د اخته کیدو شک پرې کیده.

Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي وو چې دغو ناروغاونو «د ډاکټرانو د وهلو او ښیښو تر ماتولو وروسته د خپلوانو په مرسته تیښته وکړه» او پولیسو په دې برخه کې هیڅ مرسته نه ده کړې.

د هرات یوه روغتيايي چارواکي ابراهیم محمدي ویلي دي چې ۳۷ تنه تښتیدلي دي. د هغه په خبره دوه په کرونا ویروس اخته وو او نورو کسانو د معایناتو نتیجي ته انتظار ایسته. نوموړي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «هغوی بې صبره کیدل، ځکه چې تر پنځو ورځو زیاته موده کیده چې د د معایناتو نتیجې یې لا نه وه راغلې.»

د ارقامو له مخې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له هغې څخه د مخکې اوونۍ په پرتله له ایران څخه د افغانانو په راستنیدو کې ۱۰۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ویل شوي دي چې د دغو کسانو ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه راستنیږي او لس سلنه یې اخراجیږي.

تیره اوونۍ د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ویلي وو چې افغانستان باید د یوه احتمالي بحران څخه د مخنیوي له پاره ژر اقدامات تر سره کړي.