1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اوکراین سره د امریکا ۸۰۰ ميليونه ډالره نوري مرستي

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د امريکا ولسمشر جو بایدن د چهارشنبې په ورځ له اوکراين سره د ۸۰۰ ميلیوڼه ډالرو په ارزښت پوځي مرستو یوه نوې بسته تصویب کړه. دغه اقدام داسې وخت شوی چې د اوکراين په ختيځ کې د روسېې د يو نوي یرغل وړاندوينې کيږي.

https://p.dw.com/p/49vTE
Ukraine | Waffenlieferungen der USA für Kiew
د کیف په څنډه په بوریس پیل هوايي ډګر کې د کمکي محمولې تخلیه کولانځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

بايدن د دغې نوې کمکي بستې اعلان، د اوکراین له ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي سره تر ېوې ټيلفوني اړيکې وروسته وکړ.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله د امريکا متحده ایالاتو د مرستو په دغې نوې بسته کې اضافي چورلکي او توپخانه يي امکانات هم شامل دي.

اوکراين به همدارنګه زغروال پرسونل وړونکي، هاموي ټانګونه، د ساحلي دفاع له پاره د سمندري ځواکونو ډرون او له کیمياوي، بیالوژيکي، اټومي او راډيولوژيکي بریدونو څخه د عسکرو د محافظت له پاره تجهیزات او وسايل ترلاسه کړي.

د امریکا ولسشمر، جو بايدن په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «د مرستې په دغه نوې بسته به د وسلو لوړ تسلیحاتي سیستم شامل وي.»

بايدن زیاته کړې ده: «د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو له خوا اوکراین ته د چمتو کړل شوو وسلو دوامداره اکمالات، د روسي یرغل پر وړاندې مبارزه کې حياتي دی.»

امریکا د روان کال د فبروري مياشتي له ۲۴مې نېټې راهیسې چې روسېې پر اوکراين باندې پوځي یرغل کړی، اوکراین سره د ۲ اعشاريه ۶ ميليارده ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي. دغو مرستو تر اوسه د اوکراين د ملاتړ او دفاع په برخه کې کليدي رول درولودلی دی.

بايدن په ګانګرس کې د دواړو ګوندونو د غړو له لوري له اوکراين سره د مرستو د ډيريدو په تړاو تر فشار لاندي دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ويلي دي چې د بايدن له خوا د ۸۰۰ ميليونو ډالرو کمکۍ بسته چې په هغې کې وسلې او مهمات هم شامل دي، د اوکرايني پوځ له پاره کوم چې د امریکا پوځي تکنالوژۍ سره پوره بلدتیا نه لري، د یو لړ روزنو اړتیا هم لیدل کیږي.

Krim Einmarsch Russland Ukraine Soldaten Z Symbol
اوکراین سره د امریکا د مرستې اقدام داسې وخت شوی چې د اوکراين په ختيځ کې د روسېې د يو نوي یرغل وړاندوينې کيږيانځور: Sergei Malgavko/TASS/dpa/picture alliance

د امريکا او د هغه د متحدینو ځواکونه اته کاله په اوکراین کې حضور درلود چې هلته ېې اوکرايني ځواکونو ته پوځې روزنې ورکولې. دغه ځواکونه د روسېې له وروستي پوځي يرغل څخه د مخه له دغه هیواده بیرته وتلي ول.

اروپايي اتحادېې تر اوسه اوکراین ته د یونیم ميلیارد يورو په ارزښت پوځې مرستې په اختیار کې ورکړي دي.

له اوکراين سره د لوېديځ پوځي ملاتړ داسې وخت زور اخلي چې ويل کيږي روسيه د اوکراين په ختيځ او دونباس سیمه کې یوې پراخې حملې له پاره تیاری نیسي.

خو روسېې له اوکراین سره د لويديځ د پوځي مرستو د ادامې په غبرګون کې ګواښ کړی چې د امريکا او ناټو د تسلیحاتو حامل وسایط به په نښه کړي کوم چې په اوکراین کې ېې «مشروع پوځي اهداف» بللي.

د روسېې د بهرنيو چارو مرستيال وزير، سرګئي ريابکوف د دغې مسئلې په اعلانونو ټینګار وکړ چې په اوکراین کې روسي ځواکونو ته د صدمې رسولو له پاره د لويديځ هڅې به له شدیدو غبرګونونو سره مخ شي.

د روسېې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف هم لويديځ جګړې ته په لمن وهلو تورن کړي دي. هغه ويلي دي: «وبه ګورو چې زموږ غربي همکاران د هغه له ډلې اروپايي اتحاديه څه خطرناک تصمیمونه او چلندونه لري.»

آژانسونه/د.و.ف/م.ک.ص./ن.ز.