1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه ۸۰۰ تجاران وتلي دي

۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه وايي چي په يوه کال کي څه ناڅه ۸۰۰ افغان تاجران ترکيي او ازبکستان ته تللي او هلته يي پانگونې کړې دي. د دوی په حواله په يوه مياشت کي ۲۵ تنه تښتول سوي دي.

https://p.dw.com/p/3X13U
Afghanistan | Markt in Kabul
وچه میوه د افغانستان مهم تجارتي قلم جوړويانځور: DW/G. Adeli

په افغانستان کي د غلاوو او تښتونو د پيښو زياتوالی، تاجران او شتمن سخت انديښمن کړي دي. د تيرکال په ترڅ کي ځينو سوداگرو خپلي سرمايي له افغانستانه ايستلي او نورو هيوادونو ته تللي دي.

د تجارت د خوني د مديره هيئت غړي خان جان الکوزي له دويچه ويله سره په مرکه کي ويلي دي چي په روان لمريز کال کي تقريباً ۸۰۰ تجاران له افغانستانه وتلي او ازبکستان او ترکيي ته تللي دي.

د الکوزي په خبره، دغه رقم د هغوی د اسنادو پر اساس ثبت سوی دی. خو نا ثبت سوي ارقام تر دې هم زيات دي: «تاجران تښتي، هغه کسان چي امکانات لري، ځي. څه د پاسه زر تنه پانگوال له افغانستان څخه ترکيي ته تللي، هلته يي کورونه رانيولي او کارونه کوي.»

جنايي پيښو لکه اختطاف، وژنو او غلاوو د افغانستان په لويو ښارونو کي ژوند سخت کړی دی. خان جان الکوزی وايي چي تاجران د خراب امنيتي وضيعت له امله افغانستان پريږدي چي دا کار طبعاً پر تجارت او پانگوني باندي منفي اغيز لري.

الکوزی وايي: »وضيعت ډير خراب دی. په يوه مياشت کي ۲۵سوداگر په جلال آباد، کابل، هرات، کندهار او بلخ کي تښتول سوي دي.» هغه زياته کړه :«په خاص ډول تښتوونو او غلاوو د پانگوني سطحه ډير راکښته کړې ده.»

Arbeitslose in Kabul Afghanistan
د پانگو وتلو په افغانستان کی بیکاري زیاته کړېانځور: DW

د جمشيد په نامه د کابل يو اوسيدونکي وايي چي هغوی نه سي کولای حتی د ورځي لا خپل موبايل تليفون له ځانه سره وگرځوي.

په هرات کي چي يو کوچني صنعتي ښارگوټي سته، ځيني تاجران يي مجبوره دي چي په ښار کي وسله وال ساتونکي له ځانه سره وگرځوي.

د ځاني او مالي امنيت نشتوالي

د هرات د ولايتي شورا غړی ډاکټر مهدي حديد وايي: «په پام کي وه چي د هرات د صنعتي ښارگوټي څلورم فاز هم  فعال سي ترڅو لا ډير تاجران هلته پانگونه وکړي. نه يوازي دا چي دا کار و نه سو، بلکي د دغه ښارگوټي د لومړي، دوهم او دريم فاز شاوخوا ۶۰ سلنه شرکتونه چي هغه وخت فعال ول، اوس غيرفعال دي. دا ځکه چي ځاني او مالي امنيت نسته او زياترو يي خپلي سرمايي ايستلې دي.»

د غزني ولايت د تجارت د خوني رئيس عبدالمتين قلندري دويچه ويلي ته وويل: »په غزني کي داسي ډلې فعالي دي چي له تاجرانو څخه پيسې اخلي او هغوی په مختلفو نومونو تهديدوي. هغه زياته کړې ده چي په تيرو دوو مياشتو کي دوه تنه تاجران له اختطافچيانو سره په نښته کي وژل سوي دي.»

د غزني د تجارت د خوني رئيس وايي چي د تاجرانو مالي او ځاني حالت د انديښنې وړ دی. د هغه په خبره: «تاجران هره ورځ گواښل کيږي. اختطافچيان د تاجرانو د تليفون شميرې پيدا کوي او هغوی تهديدوي او حتي کورونو ته يي لاسي بمونه هم ور غورځوي.»

کارپوهان وايي چي ناامني د سولې بې نتيجې خبري او د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو نامعلوم وضعيت د دغه هيواد پر تجارت منفي اغيز کړی دی.