1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانانو سره د چلن له کبله پر آلمان نيوکي

۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار ټولنې پر آلمان باندي له افغانستان څخه د وتلو په ترڅ کې له ملکي افغانانو سره د چلند له کبله نيوکه کړې ده. د تازه معلوماتو له مخې کابو ۲۰ زره افغانان اوس هم آلمان ته د سفر د امکان برابريدو په انتظار دي.

https://p.dw.com/p/45ScY
Usbekistan, Taschkent | Ankunft eines Bundeswehr-Evakuierungsflugs aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د بشري حقونو د څار ټولنې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جنوري ۱۳) د خپل کلني رپوټ د وړاندې کولو پر وخت وويل: «آلمان دا څه له پامه غورځولي ول چې د دې شديده اړتيا ده چې د بشري حقونو فعالان، ژورناليستان او سيمه ایز کارکوونکي [له افغانستانه] د نړيوالو ځواکونو تر وتلو مخکې، له دغه هېواد څخه بايد ايستل شوي وای.»

زياته شوې ده چې په حکومت کې شاملو ځينو یې يو پر بل مسؤليت ور اچاوه، وضعیت یې په سمه توګه نه وو درک کړی او په دې توګه یې ډېر افغانان له خطر سره مخامخ کړل.

د بشري حقونو د څار ټولنې د رپوټ په حواله آلمان په دوبي کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راايستلو پر وخت په زرونه سيمه ایز کارکوونکي او همدا راز نور داسې کسان چې احتمالاً د طالبانو له خوا ورته خطر متوجې دی، هلته پريښي ول.

له دغه کسانو يو څه برخه یې بيا وروسته او يا هغه وخت چې طالبانو واک په لاس کې واخيست، له هيواد څخه را وايستل شول. د تازه شمېرو په حواله اوس هم څه نا څه ۲۰ زره افغانان آلمان ته د راتلو په انتظار دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د تېر میلادي کال د وروستيو معلوماتو په حواله آلمان ته په رسېدولو کسانو کې ډېر شمېر يې د آلمان د پوځ پخواني سيمه ایز کارکوونکي دي. له دوی سره یې کورنۍ هم آلمان ته راغلي دي چې ټولټال شمير یې تر ۵۰۰۰ زيات دي.

خو د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، ژورنالیستان او هغه چې د آلمان حکومت له خوا له خطر سره د مخامخ کسانو په توګه درجه بندي شوي ول، اوس هم آلمان ته د سفر په انتظار دي. له دې ډلې څخه یې هم کابو ۵۰۰ د دسمبر میاشتې تر پايه پورې آلمان ته رسېدلي دي چې د کورنيو له غړيو یې شمير کابو ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

د آلمان نوی حکومت غواړي چې له افغانستان څخه د هغو کسانو د راايستلو پروسه چې ځانګړي محافظت ته اړتيا لري، د بهرنیو چارو د وزيري انالينا بېربوک په خبره چټکه کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې دا تازه کلنی رپوټ د مطلق العنان دولتونو او يوه ديکتاتور له لاسه ديموکراتیکو جوړښتونو ته د خطر پر موضوع تمرکز کوي. په دې ترڅ کې د بشري حقونو د څار ټولني پر دې ټینګار وکړ چې د مېانمار په څېر هيواد کې خلک تر کودتا وروسته د ديموکراسۍ د غوښتنې له پاره سړکونو ته ووتل.

د دې ټولنې مشر کينيت روت وويل: «د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلي حکومتي او دولتي مشران بايد سترې ننګونې په ښه توګه مخاطبې او ورسره مقابله وکړي او وښيي چې يو ديموکراتيک حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی.»

ب. ص/ ن. ز (DPA)