1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «اسلامي امارت» سره د افغان سیاستوالو مخالفت

۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبه

ایا بین الافغاني خبرو کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي بحث کول اسان دي؟ ویل کیږي طالبان لاهم په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته یو ځل بیا د اسلامي امارت سره راوګرځي.

https://p.dw.com/p/3hN6i
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د رپوټونو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د شمالي ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو او سیاستوالو سره د سولې پر روان بهیر خبرې کړي دي چي يو مهم ټکی يې د راتلونکي نظام څرنګوالی وو.

ویل کیږي طالبان لاهم په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته یو ځل بیا د اسلامي امارت سره راوګرځي.

خو د ولسمشر غني او د هغه د مرستیال امرالله صالح سره کتنه کې د شمالي ولایتونو سیاستوالو څرګنده کړې چې اسلامي امارت ورته د منلو نه دی او ټول په یوه خوله یو ولسواک نظام غواړي.

سیاسي شنونکي وايي، د بین الافغاني ډیالوګ وړاندې دغو څرګندونو په مذاکراتو کې د نظام پر څرنګوالي بحث، خورا پيچلی کړی.

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي عبدالرحیم ایوبي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو ترټولو ستره ستونزه داده چې واک ته د رسېدلو لپاره یوه منظمه تګلاره نه لري. ده زیاته کړه:

«طالبان په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام غوښتونکي دي، خو ددې ترڅنګ قدرت ته د رسېدو لپاره یې یواځې یو میکانیزم خپل کړی چې هغه جګړه ده. افغان حکومت هم چې د اسلامي امارت سره مخالفت کوي لامل یې دادی چې طالبان یوه واضح تګلاره نه لري.»

د پارلمان ددغه پخواني غړي پر وینا افغانستان اوس یو نظام لري او د نظام ترڅنګ اساسي قانون له ټولو ناخوالو سره سره پرمختګونه هم لري.

خو هاخوا د افغان سولې ځیني څارونکي تر بین الافغاني خبرو وړاندې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دغه ډول بحث کول د سولې بهیر د سبوتاژ کولو هڅه بولي.

لیکوال او شنونکي عنایت الله کاکړ چې د سولې خبرې له نیږدي څاري دویچه ویله ته وویل، د بین الافغاني خبرو په اجنډا کې تراوسه د اسلامي امارت بحث نه دی مطرح شوی. ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

«د بین الافغاني خبرو هغه اجنډا چې تراوسه مونږ ته رسېدلې په اسلامي امارت طالبان هم ټینګار پرې نه لري، امریکایانو هم تراوسه په دې اړه واضح څه نه دي ویلي. خو طالبانو ته یو څه چې سره کرښه ده هغه اسلامي نظام دی.»

دغه پاکستان میشتی افغان شنونکی وايي، د اسلامي نظام پر څرنګوالي به بیا په بین الافغاني ډیالوګ کې بحث کیږي.

ایا د اسلامي نظام په څرنګوالي همغږي شته؟

سره له دې چې د چارو شنونکی د اسلامي نظام پر څرنګوالي یوه خوله کېدل هم ستونزمن بحث بولي، خو عنایت الله کاکړ وویل چې بین الافغاني ناسته کې به د اسلامي نظام په بڼه ټول لوري سلا کیږي.

په حکومتي او ولسي کچه د نظام د څرنګوالي په اړه داسي مهال په کور دننه او بهر بحثونه کیږي چې لاهم د بین الافغاني خبرو پروړاندې ټول خنډونه نه دي لرې شوي.

ظاهرا دا پروسه د طالبانو د هغو جنجالي ۴۰۰ طالبانو نه خوشې کېدو ځنډولې چې ان په مشورتي لویه جرګه کې یې هم د خوشې کولو پریکړه شوې.

له دې ۴۰۰ کسانو یواځې ۸۰ زندانیان خوشې شوي دي.

چارواکو ویلي له دې ډله د څو تنو خوشې کولو سره فرانسې او استرلیا مخالفت ښودلی.

اسماعیل شاکر – کابل