۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبهد افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت په حواله له اروپا څخه د افغان کډوالو په اخراج کې کموالی راغلی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸م کال له لومړیو څخه تر اوسه پورې یواځې ۵۲۰ افغانان له اروپا څخه اخراج شوي دي. خو افغان حکومت د اروپا د مسیر په اوږدو کې د افغانانو وضعیت ته اندیښمن دی.