1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د افغان مهاجرو د اخراج له پاره د ځانګړي ځواک اقدام

۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبه

الماني پولیسو له دغه هیواد څخه د دوو افغانانو د نيولو او اخراج له پاره له ځانګړو ځواکونو څخه استفاده وکړه. هغوي کلیسا ته پناه وړې وه او د پولیسو له خوا د نیول کیدو په مقابل کې یې مقاومت کړی وو.

https://p.dw.com/p/4aRM2
Berlin Neukölln Razzia Clankriminalität Polizei
انځور: Odd Andersen/AFP

 ټاکل شوې ده چې د یوه شپږ کسیزې کورنۍ دغه دوه بالغه کسان له المان څخه اخراج شي، خو کورنۍ یې د دې اقدام په مقابل کې مقاومت وکړ.

وروسته له هغې چې پولیسو د دغو دوو کسانو د اخراجولو له پاره مراجعه وکړه، دغې کورنۍ د شورین په ښار کې د کلیسا یوې ودانۍ ته پناه یووړه. دوی هڅه وکړه چې له پولیسو سره مذاکره وکړي، خو په ډیر شمیر کې پولیس د کلیسا ودانۍ ته ننوتل. بالاخره د پولیس او ځانکړو ځواکونو یوې لویې ډلې د اخراج په مقابل کې د دې کورنۍ مقاومت ته د پای ټکې کیښود.

دالمان د پولیسو یوه ویاند وویل چې د چهارشنبې په سهار کله چې پولیسو غوښتل د یوې شپږ کسیزې کورنۍ دوه ځوانان اخراج کړي، هغوی ځانونه د یوه کلیسا په ودانۍ کې بند کړل.

له کورنۍ سره د اړیکې نیولو له پاره له شا او خوا ۴ ساعته کوښښ وروسته بالاخره ژغورونکي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل. تر اوسه پورې مشخص شوې ده چې یو له دغو دوو ځوانانو څخه ټپي شوی دی او یوه ښځه په استثنایي رواني وضعیت کې وه چې دوی دواړه بیا د امبولانس په وسیله روغتون ته انتقال شوي دي.

د مهاجرو نوی قانون، د پناه غوښتونکو له پاره څه معنی لري؟

د دغه ځوان د ټپي کېدو د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د کلیسا په وینا دغه شپږ کسیزه کورنۍ د افغانستان ده چې ټاکل شوې وه دوه ځوان زامن یې باید اخراج شوي وای.

ټاکل شوې وه چې دغه اخراج په کیل ښار کې د مهاجرت ادارې په امر ترسره شي. په پام کې نه ده چې دغه دوه ځوانان دې افغانستان ته اخراج شي، ځکه په اوس وخت کېله المان څخه د طالبانو تر حاکمیت لاندې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو اخراج درول شوی دی.

د الماني پولیسو په وینا دغه ۱۸ کلن او ۲۲ کلن ځوانان باید د المان له خاورې ووځي او هسپانيا ته ستانه شي.

د کلیسا د ویاند په خبره دغه کورنۍ د شورین په نوم د استوګنې سیمې په یوې ودانۍ کې اوسیږي چې د سیمه ایزې کلیسایي ټولنې له خوا مهاجرو ته په اختیار کې ورکړل شوې ده.

د سیمې یوه اوسیدونکي ویلي دي چې سهار د پولیسو دوه موټر چې نښې یې نه درلودلې، د ټولنیزو مرکزونو پر لور حرکت وکړ. لږ وروسته په لوړ غږ کې د یوې ښځې د فریاد غږونه واوریدل شول. د پولیسو په خبره هغې کوښښ کړی وو چې د دغو دوو ځوانانو د اخراج مخه ونیسي.

پولیسو له خلکو غوښتي ول چې د عملیاتو په جریان کې دې له سیمې څخه واټن ونیسي. پولیس ادعا کوي چې د عملیاتو په جریان کې هیچاته خطر نه وو متوجه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب