لس هيوادونه چي د نفوس زياته برخه يې د مهاجرت شاليد لري
متحده ايالات په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کي د مهاجرت ريښه لرونکو تر ټولو لوی هيواد ؤ. په ۱۰ مقام د هسپانيا زيات اوسېدونکي د مهاجرت ريښې لري. د ۱۰ واړو داسو هيوادونو په تړاو انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ:
۱۰ مقام ـ هسپانيه
۵۸۵۲۹۵۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ سلنه او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
۹ مقام ـ استراليا
۶۷۶۳۶۶۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
۸ مقام - کانادا
۷۲۸۴۰۶۹ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۰ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وګړي).
۷ مقام - فرانسه
۷۷۸۴۴۱۸ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۱ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وکړي).
۶ مقام - عربي متحده امارات
۷۸۲۶۹۸۱ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۸۳ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۴ سلنه وګړي).
۵ مقام - بريټانيا
۸۵۴۳۱۲۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۷ سلنه وګړي).
۴ مقام - سعودي عربستان
۹۰۶۰۴۳۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۳۱ اعشاريه ۴ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۹ سلنه وګړي). آرشيف
۳ مقام - روسيه
۱۱۶۴۳۲۷۶ تنه مهاجر (د ټول هيواد د نفوس ۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
۲ مقام - آلمان
۱۲۰۰۵۶۹۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۹ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۹ سلنه وګړي).
لمړی مقام - امريکا متحده ايالات
۴۶۶۲۷۱۰۲ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۱۹ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
پنځه برابره
د نړۍ له پنځو مهاجرو څخه يو یې د امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي. امريکا کې د دغه لست د لسو مخکښو هيوادونو له منځه د وروستي څلورو هيوادونو د ټولو مهاجرو په پرتله زيات مهاجر میشت دي.
تر ۸۵ ميليونه مهاجر
که چيرې په امريکا کې زيږيدلي مهاجر هم حساب شي، په امریکا کې د شته مهاجرو شمير د ۸۰ تر ۸۵ ميليونو پورې رسيږي. انځورنه د آرشیف. سرچينه يو اين.