لبنان: د ماشومانولپاره لوی خطر
۱۳۸۵ آبان ۱۱, پنجشنبهپه لبنان کې د ماشومانولپاره، د اسرائيل او حزب الله ترمينځ د وروستۍ جگړې پايلې، ترنن ورځې پورې لا ډيرې خطرناکې دي. هغه لبنانۍ کورنۍ چې د جگړې له کبله د لبنان آراموبرخوته تښيدلې وې او اوس بيرته خپلوکورونوته ستنې شويدي، نورخپلې ځمکې نشي کرلای. د ماشومانولپاره له ويرې پرته لوبې کول تقريباً ناممکن دي: د اسرائيل اوحزب الله ترمينځ جگړه کې، د اسرائيل لخوا د جگړې په وروستيو درې ورځوکې، د لبنان په جنوب کې، د گڼ شميراچول شويوپاشيدونکوبمونوپاتې چاوديدونکې ټوټې، تراوسه پورې لاپه ونواو د پټيواوباغونوپه کټاروکې ځوړندې دي ـ تريوې برخې د سلگونومترونو د سيموپه پراخوالي.
مرگ ژوبله
د روان کال د وږې د مياشتې له لسمې نيټې راهيسې، د پاشيدونکوبمونوپاتې چاوديدونکوټوټو، ٣٢ تنه ماشومان ژوبل کړيدي. ٣ تنه ماشومان مړه شول ـ د هغوپه ډله کې يوهلک چې د مڼوشکولوپه ترڅ کې، په ونې کې ځوړند وړوکي بم ورباندې وچاوديدی.