1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حکومت دې په جاغوري او مالستان کې امنیت ټینګ کړي»

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

پر جاغوري، مالستان او خاص روزګان ولسوالیو باندې د طالبانو د بریدونو په تعقیب په سلګونو کسانو په کابل کې لاریون پيل کړی. لاریون کوونکي د یکشنبې په شپه په پښتونستان واټ کې راغونډ شول او د امنیت د ټینګیدو غوښتنه یي وکړه.

https://p.dw.com/p/385GE
Demonstration Kabul Afghanistan Taliban Sicherheit
انځور: DW/H. Hamraz

په کابل کې مظاهره تیره نیمه شپه هغه مهال پیل شوه چې طالبانو په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه ماته کړه او په دغه ځای کې د کوماندو او ځایي ولسي دفاع کوونکو څلویښت تنه ووژل شو.

د کوماندو ځواکونو مرګ ژوبله د دې سبب شوه چې حکومتي ځواکونه له لومړۍ کرښې پر شا شي چې له کبله یې د جاغوري ولسوالۍ د اوسیدونکو تر منځ ویره خپره شوه. لاریون کوونکو د مظاهرې لامل «د ملکي کسانو پر وړاندې د حکومت بي تفاوتي» عنوان کړې ده.

د شریفې په نوم یوې لاریون کوونکې وویل: «موږ نور له وژل کیدو، مهاجر کیدو او په سیندونو کې له غرقیدو ستړې شوي یو. زموږ درد د ټول افغانستان درد دی. موږ ټول هره ورځ وژل کیږو.»

د مالستان، جاغوري او خاص روزګان د ولسوالیو د اوسیدونکو غوښتنه دا ده چې دغو ولسوالیو ته ډیر شمیر امنیتي ځواکونه واستول شي او دولت د خلکو د ځان او مال څخه د ساتنې په برخه کې د مسوولیت احساس وکړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه خبري غونډه کې وویل چې جاغوري ته ملاتړي ځواکونه استول شوي دي. هغه په جاغوري کې د کوماندو ځواکونو مرګ ژوبله تائید کړه او د وژل شوو کسانو د شمیر ښوولو پرته یې وویل چې په جګړه کې مرګ ژوبله طبیعي خبره ده.

په مالستان ولسوالۍ کې هم له څو ورځو راهیسې طالبانو په بریدونو لاس پورې کړی دی. د یکشنبې په شپه یاغیان د ولسوالۍ ودانۍ ته نزدې سیمې ته رسیدلي وو او حکومتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکول کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال او د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد، په کابل کې لاریون کوونکو ته وویل چې غوښتني به یي د افغانستان له جمهور رئیس سره شریکي کړي. خو احتجاج کوونکو ویل چې تر هغه وخته چې ولسمشر دغه غوښتنې د رسنیو په حضور کې و نه مني، له مظاهرو به لاس وا نه اخلي.

د جګړې له کبله بې ځایه شوو کسانو ته رسیدګي

هغه عیني شاهدانو چې له جاغوري او مالستان ولسوالیو څخه بې ځایه شوي دي، د دویچه ویله ځایي خبریال ته وویل چې د شپې پر مهال له دغو ولسوالیو په زرونو کورنیو خپل ټاټوبي پریښي او غزني، کابل او بامیان ولایتونو ته تللي دي.

د بې ځایه شوو کسانو په وینا خواړه، سر پناه او ګرمې جامې نه لري او تر اوسه هیڅ کوم بنسټ له هغوی سره مرسته نه ده کړي.

په عین وخت کې په کابل کې یو شمیر محصلینو هم لاریون کړی او په دغو دوو ولسوالیو کې يي د امنیت د تامیندو غوښتنه کړې ده. د محصلینو په پریکړه لیک کې راغلي دي: «جاغوري او مالستان او د سرپل سنګچارک ته د امنیتي او دفاعي او هوايي ځواک عاجل لیږل زموږ غوښتنه ده.»

په پریکړه لیک کې د جګړې له کبله د بې ځایه شوو کسانو سره د مرستو له پاره د ګړندیو اقداماتو یادونه شوي. د جګړې د ټپیانو درملنه د مظاهره کوونکو بله غوښتنه ده.

همراز ح./ کابل