1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لادرکه پاکستانی خبريال څلور میاشتې وروسته کور ته ستون شوی

۱۴۰۲ مهر ۳, دوشنبه

د پاکستان يو مشهور خبریال عمران رياض خان چې د څلورو مياشتو راهیسې لادرکه وو، د دوشنبې پر سهار بيرته خپل کور ته ستون شوی دی. د لاهور لوړې محکمې پوليسو ته د سپتمبر تر ۲۶نیټې پورې د نوموړي د موندنې وخت ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/4WmPT
مشهور پاکستانی ژورناليست او د خپرونو وړاندې کوونکی عمران رياض خان
مشهور پاکستانی ژورناليست او د خپرونو وړاندې کوونکی عمران رياض خانانځور: privat

د پاکستان د پنجاب ایالت پوليسو ويلي دي چې مشهور خبريال او د خپرونو وړاندې کوونکی عمران رياض خان په خوندي توګه بیرته کور ته ستون شوی دی.

عمران رياض تر څلورو میاشتو هم ډېرې مودې راهېسې لادرکه وو او د لاهور په لوړه محکمه کې د نوموړي د موندلو له پاره يوه دوسيه هم پرانيستل شوې وه او محکمې پوليسو ته د سپتمبر تر ۲۶مې نیټې پورې د نوموړي د موندنې وخت ورکړی وو.

د پنجاب ایالت د سيالکوټ پوليسو نن، دوشنبه (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۵مه نيټه) د ايکس [پخوانی ټويتر] پر خپله پاڼه دا خبر تائيد کړی دی او ويلي یې دي: «ژورناليست/ د خپرونو وړاندې کوونکی ښاغلی عمران رياض خان [په خوندي توګه] موندل شوی. هغه اوس له خپلې کورنۍ سره دی.»

د عمران رياض وکیل هم د ټولنیزو رسنيو له لارې د هغه موندل کيدل تائيد کړي دي.

تر نیول کیدو وروسته نوموړی د کينټ د پوليسو مرکز او بيا وروسته د سيالکوټ زندان ته وړل شوی وو. تر دې وروسته بيا يوه وکيل د لاهور لوړې محکمې ته ويلي ول چې خبريال عمران رياض په محکمه کې د ليکل شوي قسم وروسته له زندانه آزاد کړل شوی دی.

د عمران خان تر نيول کیدو تر خونړيو مظاهرو وروسته د هغه په زرونو پلويان ونيول شول
د عمران خان تر نيول کیدو تر خونړيو مظاهرو وروسته د هغه په زرونو پلويان ونيول شولانځور: W.K. Yousafzai/AP/dpa/picture alliance

خو تر نيول کيدو وروسته نوموړی بيرته کور ته نه وو ستون شوی او هیڅ درک نه یې وو چې هغه چېرته او په کوم حال کې دی.

د سپتمبر پر ۲۰مه نيټه د لاهور لوړې محکمې د نوموړي د قضيې د اورېدنې پر مهال د پنجاب د پوليسو مشر ته د سپتمبر تر ۲۶ نيټې پورې د نوموړي د موندلو «وروستۍ موقع» ورکړې وه.

په دې ترڅ کې د لاهور د لوړې محکمې قاضي القضات محمد امير بهټي ويلي ول چې د صبر کاسه یې نوره ډکه شوې ده خو تر دې نيټې يوه ورځ د مخه پوليسو وويل چې نوموړی په خوندي توګه خپل کور ته ستون شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي آی) هم د عمران ریاض د آزاېدو خبر تائيد کړی دی او ويلي یې دي چې «نوموړی له هغو ډېرو کسانو څخه يو دی چې د جبري لادرکه کیدو ښکار شوي دي.»

د دغه ګوند له خوا زياته شوې: «دا هغه بې ګناه خلک دي چې د عمران خان په مشرتوب د پاکستان د تر ټولو ستر او واحد فدرالي ګوند غړي او يا هم پلويان دي.»

د پاکستان تحريک انصاف ګوند له خوا غوښتنه شوې ده چې ټول سياسي بندياندې چې په غیر قانوني توګه نيول شوي دي، ژر تر ژره آزاد کړل شي. زياته شوې چې بايد قانون برلاسی وي.

زموږ له آرشيف څخه: