1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر کې د سولې خبرې، خو افغانستان کې جګړه

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

په قطر کې د بين الافغاني خبرو له پېل سره همهاله د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو بريدونو زور اخيستی دی. په دې بريدونو او د نښتو په ترڅ کې په لسونه سرتيري وژل شوي دي. خو طالبانو ولې خپل بريدونه زيات کړي دي؟

https://p.dw.com/p/3icYh
Afghanistan Taliban-Angriff auf Militärlager in Mazar-i-Sharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

د افغانستان د ملي دفاع چارسنبالي وزیر اسدالله خالد ويلي چې د طالبانو د برېدونو د ډېروالي دلیل ښايي دا وي چې د سولې خبرو پر میز لا ډير واک ترلاسه کړي.

نوموړي چې نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۷مه) په کابل کې افغان پوځ سره د امریکا د الوتکو مرستې په اړه یوې غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه چې د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو د جګړې ډګر هم نه پریږدي.

اسدالله خالد په دې اړه زياته کړه:« له بده مرغه جګړې ډېرې شوي دي، ښايي بیلابیل دلایل ولري، ځیني وختونه په دغه ډول شرایطو کې د جګړو ډ‌ېرېدل د لاسته راوړنو په موخه وي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان په ۴ ولایتونو کې جګړو تر ۳۰ ډیر افغان سرتیري وژلي دي. ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغان ځواکونو ته د ننګرهار، ارزګان، هرات او بادغیس ولایتونو کې دغه مرګ ژوبله وراوښتې ده.

خو د چارو ځیني کتونکي چې د سولې خبرې له نیږدې څاري دا خبره نه مني چې ګواکې جګړه دې ډیره شوې وي.

لیکوال او ژورنالیست ولی الله شاهین دویچه ویله ته وویل، لنډ مهالی اوربند او اورکم د حل لاره نه ده. نوموړي زياته کړه: «ضرورت ددې خبرې دی چې په قطعي توګه په افغانستان کې جنګ ودرول شي، دا چې په قطعي او دایمې توګه په هېواد کې جګړه څنګه درول کیږي دا د هغو خلکو مسؤلیت دی چې په دوحه کې د خبرو میز ته ناست دي.»

هاخوا د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هیله مندي ښکاره کړې چې په قطر کې دواړه مرکچي پلاوي ژر یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي لاهم د مذاکراتو د پيل لپاره پر یوې کړنلارې نه دي سلا شويانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

ایا له قطره د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر شته؟

له دوحي رپوټونه وايي، دواړه پلاوي لاهم د مذاکراتو د پيل لپاره پر یوې کړنلارې نه دي سلا شوي.

په دغو خبرو کې د کړنلارې له ټاکلو وروسته د خبرو په اجنډا هم جنجالي بحثونه لا پاتې دي. په اجنډا کې د اوربند او یا اورکم پر سر د ناندریزو بحثونو اټکل کیږي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي چې د جګړې پر عواملو له بحث وړاندې اوربند نه کیږي.

افغان پوځ سره د امریکا د الوتکو مرسته

په قطر کې د بین الافغاني خبرو له دوام سره همهاله امریکا افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې ورکړې. دا الوتکې نن پنجشنبې ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وویل اوسمهال ټول هوايي عملیات افغان هوايي ځواکونه ترسره او مدیریت کوي. د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، له افغان پوځ سره د امریکا ددغو پوځي الوتکو مرستې وښوده چې ناټو او امریکا د افغان ځواکونو ترشا ولاړه ده.

اسماعیل شاکر – کابل