1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر کې د جودو نړیوالې سیالۍ؛ د مهاجرو ټیم هم پکې ګډون لري

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

په قطر کې د جودو نړیوالو سیالیو کې یو نوښت سوی او د لومړي ځل له پاره به د نارینه وو او ښځو په ګډون د مهاجرو یو ګډ ورزشي ټیم هم لوبې وکړي. دغه ورزشکاران د ایران، افغانستان او سوریې هیوادونو دي.

https://p.dw.com/p/4RDLR
Judo-Flüchtlingsteam bei der Judo-WM 2023 in Katar
په قطر کی د نړیوالی سیالیو له پاره د جودو د ورزشکارو مهاجرو گډ ټیمانځور: Farid Ashrafian/DW

په دوحه کی د یکشنبې له ورځی راهیسي د جودو د نړیوالو اتلولیو له پاره د شا او خوا سلو هیوادونو څخه څه د پاسه ۶۰۰ ورزشکاران د مجموعاً ۱۵ اتلولیو د مقام ګټلو له پاره مبارزه کوي. د انفرادي سیالیو ترڅنګ به بیلا بیل ملي ټیمونه هم د یو او د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په یوې نړیوالی سیالۍ کی یو بشپړ ګډ ټیم چې د بیلا بیلو هیوادونو له مهاجرو جوړ دی په دغه نړیوالو اتلولیو کې د وړاندې تګ له پاره په مستقیم ډول له ملي لوبډلو سره لوبي کوي.

د مهاجرو نړیوال ټیم «آی آر اف» کې درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړي ګډون لري. نیګارا شاهین هم د دغه ټیم غړې ده. د دغی ۲۹ کلنی له پاره د جودو د ۲۰۲۳ م کال په نړیوال ټیم کی ګډون، د هغې په سپورټي مسلک کې یو بل مهم ګام دی.

له طالبانو څخه تیښته

د توکیو د المپیک په نړیوالو سیالیو کې تر ګډون څه ناڅه دوه کاله وروسته، دغه افغانه اوس په دوحه کې یو وار بیا د سپورټ نړیوال ډګر ته راوځي. د هغې د ژوند کیسه له تیښتې او مهاجرتونو ډکه ده.

هغې د خپل ژوندانه لومړني اتلس کاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای د یوې مهاجری په توګه په پاکستان کې تیر کړل، چیري چې یې په ۱۱ کلنۍ کې د جودو ورزش پیل کړی وو. افغانستان ته له راستنیدو وروسته، څو وارې مجبوره سوې چې د طالبانو له ډاره له خپل هیواد څخه وتښتي. هغه اوس په کاناډا کې ژوند کوي او خپل ورزش ته ادامه ورکوي.

شاهین له دویچه ویلی سره په مرکه کی وویل: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د یوې افغاني ورزشکاري په توګه په نړیوالو سیالیو کې ګډون له بده مرغه له امکانه لیری بریښي. د مهاجرو له پاره د یوه نړیوال ګډ ټیم جوړیدل د مخکښو مهاجرو ورزشکارانو له پاره یو طلایي چانس دی او حیثیت یې لوړوي.»

Nigara SHAHEEN, afghanische Judo-Athletin
افغانه ورزشکاره نیگارا شاهین د جودو تمرین په حال کی انځور: Farid Ashrafian/DW

« د ټولو مهاجرو په استازیتوب» یو ټیم

د هغې په خبره د یوې فیمینیستې په توګه بختوره ده چې په نړیوالو سیالیو کې د داسي یوه ټیم چې درې نارینه او درې ښځینه ورزشکارانې پکښې دي، یوه غړې ده. دغه ساینس پوهه چې په اوس وخت کې په کاناډا کې د سیاسي علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، ټینګار کوي چی«زموږ په ګډ ټیم کې یو والی یو مثال دی. زموږ ټیم په حقیقت کې په نړۍ کې د ټولو مهاجرو استازیتوب کوي.»

آسترليا له افغانستانه تر۵۰ ډېري ورزشکاراني رايستلي

له نیګارا شاهین سره یوځای ایرانۍ محبوبه بربري او سوریایي مونا داهوک هم سیالي کوي. په ګډ ټیم کې د هغې د همکارانو اصلي هیوادونو ته په اشارې سره شاهین وایی:« موږ درې واړه له هغو هیوادو څخه یو چې د ښځو پر وړاندي په سیستماتیک ډول تبعیضي چلند کیږي او هغوی باید د خپلو اساسي حقونو له پاره مبارزه وکړي. له همدې کبله د مهاجرو په ټیم کې زموږ راڅرګندیدل، زموږ په ټاټوبو کې د ښځو مقاومت او مبارزه هم منعکسوي.»

Mahboubeh Barbari, iranische Judo-Athletin
محبوبه بربری ، د مهاجرو په ټیم کی د جودو ایرانۍ ورزشکارهانځور: privat

د جودو په مرسته ژوندانه ته مقاومت بخښل

د محبوبې بربري له پاره جودو یوازې ورزش نه دی. هغه وایي «جودو نه یوازې دا چې زما څخه یې یوه ورزشکاره جوړه کړه، بلکې ماته یې مقاومت هم راوښود چې څنګه په خپل ژوندانه کې پر شخصي ستونزو غالبه سم.»

محبوبه بربري د جودو لومړنۍ ایرانۍ ورزشکاره ده چې پرته له پوړني څخه په دغه ټیم کې د جودو په نړیوالو سیالیو کې راڅرگندیږي.

دغه ۳۲ کلنه له ایران څخه تر تېښتې وروسته له ۲۰۱۸ کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. هغې له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:« د مهاجرو د ګډ ټیم اساسنامه د نړۍ ټولو مهاجرو ته د پیوستون پیغام استوي.»

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

بربري له ایران څخه له تیښي مخکې د هغه هیواد د ملي ټیم غړې وه. د وزنه بردارۍ دغه ورزشکاره وایی: «طبعاً د یوه هیواد ټول تکړه ورزشکاران غواړي چې د خپل هیواد په ملي ټیم کې او د هغه تر بیرغ لاندي راڅرگند سي، خو دا کار ځیني وخت د نه درک سوو دلایلو له امله امکان نه لري.»

هغه وایي چی له همدې کبله د مهاجرو د داسي یوه ټیم جوړول «د المپیک د ارزښتونو په برخه کې له نړۍ سره د یوځای کیدو په زړه پوري نخښه ده.»

GP/SR/DW.Online