1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر کې د بین الافغاني خبرو پيل ته غبرګونونه، هیلې او اندېښنې

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پيل د عامو افغانانو له تاوده غبرګون سره مخ شوی، خو د هیله مندیو ترڅنګ اندېښنې هم شته.د دغو خبرو پيل په اړه بنسټيزې اندېښنې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3iNcG
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

تر شپږ میاشتنیو ناندریو وروسته نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۲مه) پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پيل غونډه وشوه.

طالبانو د دغو خبرو دوام لپاره په خپل یوه تازه ګام کې د افغان دولت ۲۲ سرتیري خوشې کړل.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه راغلي چې دغه بندیان د طالبانو د بندیانو کمیسیون د مسئولینو له خوا په هلمند ولایت کې آزاد شول:

«اسلامي امارت هڅه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د جریان د تسریع او په یاد جریان کې د اعتماد او باور فضا د ایجادولو په موخه داسې ګامونه واخیستل شي چې یاده پروسه خپلې مطلوبې نتیجې ته ورسوي او په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام سبب وګرځي. ان شاءالله»

طالبانو له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې د ورته ګامونو په اخېستلو سره د دغو خبرو دوام ته زمینه برابره کړي.

د خبرو د اجنډا پر سر اختلافات

هاخوا په قطر کې سرچینې وايي، د خبرو د پيل پر اجنډا د افغان او طالب پلاوو ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي.

په قطر کې افغان خبریال احسان الله سهاک دویچه ویله ته وویل، اوربند او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي بحث د اختلاف دوه بنسټېز ټکي دي.

«د افغان پلاوي ټینګار پردې دی چې طالبان باید اوربند ومني، خو طالب لوری بیا د نظام پر څرنګوالي بحث اړین بولي.»

ښاغلی سهاک چې خبرې له نیږدې څاري زیاتوي دغو اختلافاتو دا اندېښنه ډېره کړې چې ښايي د خبرو پيل وځنډوي او یا هم دا خبرې وغځیږي.

د عامو افغانانو غبرګون

له جګړو ستړي عام افغانان د دې خبرو پيل ته خورا هیله مندي ښيي او زیاتوي چې د سولې پر وړاندې پر خپلو دریځونو ټینګ درېدل د افغانانو د هیلو سره دښمني ده. اوربند بیا هم د ټولو افغانانو غوښتنه ده. د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالله دویچه ویله ته وویل:

«زه وایم لومړی باید دواړه غاړې ډزبندي وکړي، کله چې تاوتریخوالی نه وي نو زه په دې باور یم چې خبرې به بریالۍ کیږي.»

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي صبغت الله اخندزاده ویچه ویله ته وویل، لومړی دې اوربند وشي، چې په خبره يې د نظام پر بدلون بحث کول اسان شي.

«د نظام بدلون اړین دی، ځکه موجوده نظام کې د قانون ماتونه یو فرهنګ ګرځېدلې، زورواکي، فساد او زورزیاتی خپل اوج ته رسېدلي.»

هاخوا د چارو کتونکي وايي د سولې بین الافغانې خبرې په خورا ناندریو او جنجالونو سره مل وي.

سیاسي شنونکي ثناالله مخلص دویچه ویله ته وویل، دا خبرې لا هم سوچه بین الافغاني خبرې نه شو بللی. ده په دې هکله زیاته کړه:

«د سیمې او نړۍ استخبارات به لومړی خپل ضرورتونه پوره کوي، بیا به وروسته د افغانانو نوبت وي.»

مخلص پردې باور هم دی چې د خبرو تر پایه ښايي له دې کبله په مرکچي پلاوي کې څو وارې بدلون هم راشي.

اسماعیل شاکر – کابل