1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان جرمني ته ۱۰۰ زره ټنه تیل لیږي

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

په جرمني کي د باوري منابعو په حواله قزاقستان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کي دغه هیواد ته د دروشبا پایپ لاین له لارې تقریبأ ۱۰۰ زره ټنه تیل لیږي.

https://p.dw.com/p/4Nheh
Kasachstan Timur Qulybajew
انځور: imago stock&people

د رویترز خبري آژانس رپوټ ورکړی، چې دغه تیل به د شرقي المان ښار، شوید د تیلو تصفیه خانو ته انتقال سي. 
د دغه تړون ټولو اړخونو د هغه د حقوقي او مالي شرایطو سره موافقه کړې ده. د قزاقستان د تیلو شرکت، کازموناگاز به د تیلو دغه اندازه د روسي پایپ لاین د سیسټم له لاري او د هغه چلوونکي الماني شرکت، ترانزنېفت ته لیږي. مگر د تیلو روسی شرکت به بیا هم د شوید د تیلو د تصفیه خانو ۵۴ فیصده برخه په اختیار کې ولري. 
د جرمني د حکومتي منابعو په حواله ویل کیږي، چې په همدې فبرورۍ میاشت کې به لا د قزاقستان څخه شوید ته تیل راورسیږي. خو دا د نوي قرارداد سره اړه نه لري او نور تیل دي.