1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قرنطین په کندهار کي له ښځو سره تاوتریخوالی زیات کړی دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

یو شمیر کندهارۍ میرمنې وایي چې د قرنطین په ورځو او شپو کې د کورنۍ نارینه په کورونو کې بیکاره ناست وي او پر هره کوچنۍ خبره ډېر ورته په غوسه کیږي او خبره آن تر وهلو ټکولو رسیږي.

https://p.dw.com/p/3bT67
Häusliche Gewalt Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW/H.Hashimi

زبیده هغه کندهارۍ میرمن ده، چي څلور لوڼي او دوه زامن لري. خاوند يې د موټرو مستري دی، چي اوسمهال له کرونا ویرویس څخه د ځان ساتني په موخه  اکثره وخت د قرنطین پر مهال په کور کي ورته ناست وي.

هغه وايي چې روژه، کرونا، قرنطین، د میړه وزګارتیا او د ماشومانو شورماشور هغه څه دي چي د دې په ډول د زیاتو میرمنو ژوند يې تریخ کړی دی. نوموړې وايي چې میړه یې ټوله ورځ په کور کي د قرنطین په خاطر ناست دی او د کوچنیانو د شور په خاطر ژر دردیږي او خپله غوسه دې ته په سپکو سپورو ویلو، وهلو او ټکولو سړوي.

زبیده وايي چې ډېر صبر يې کړی دی خو ځیني وخت زغم له لاسه ورکړي او هیڅ نه پوهیږي، چي څه وکړي: «په خدای اوس مي د کرونا او قرنطین له نامه څخه بد راځي. پخوا ښه وو. خاوند به مي سهار وختي مستریخانې ته ولاړ، هلکان او نجوني به مکتب ته ولاړې او زه به د کور په کارونو اخته وم. په وخت به نه پوهیدم چي بیا به ورځ تیره وه. مګر اوس هره ورځ لکه کال راباندي اوږده سي.»

نوموړې وايي چې کور يې کوچنی دی او د کوچنیانو له پاره ځانګړی ځای نه لري چي هلته يې خوندي کړي، ترڅو خاوند يې په قهر نه سي او نه هم داسی ځای سته چي هلته خاوند ته ځای جلا کړي چي هغه بې غمه سي.

د عینو په نامه بیا یوه بله کندهارۍ میرمن هم د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د قرنطین پر مهال د خاوند د هري ورځي جګړو څخه شکایت کوي او وايي اکثره وخت يې دومره نفس تنګ سي چي وايي ځان ته اور واچوي: «ټوله ورځ راته ناست دی. په پخلي کي د ده کار دی، د کوچنیانو پر نارو د ده خوابدیږي او دا خبره مي تر اوسه چاته نه ده کړې خو هغه ورځ يې د یو ګیلاس پر ماتیدو نژدې وو چي له کوره شړلې وای.»

د کندهار د ښځو چارو رييسه رقیعه اڅکزۍ، هم د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه په کورونو کي د قرنطین پر مهال د نارینه وو لخوا له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبره مني او وايي چي که څه هم دوی ته تراوسه په دې اړه ځانګړې قضیه نه ده وړاندي سوې خو هره ورځ د یو او بل له خولې خبریږي چی قرنطین د ښځو ژوند تریخ کړی دی.

هغه وايي چې په دې اړه يې ځانګړی پلان جوړ کړی دی ترڅو په ولسوالیو او ښارکي د کورنیو مشرانو ته د ملا امامانو په همکارۍ د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي: «دا خبره من چي په کندهارکي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه په کورونو کي د قرنطین پر مهال اکثرو نارینه و له خپلو ښځو سره ځکه تاو تریخوالی زیات کړی دی چي ټوله ورځ وزګار په کور کي ورته ناست وي او پر هره خبره ورته په غوسه کیږي. د دې ستونزي د حل له پاره مو پلان جوړ کړی دی چي په عملي کیدو سره به يې په کورنیو کي د تاوتریخوالي کچه مهار سي.»

میرویس اتل په کندهار کي یو تن د ټولنیزو چارو کارپوه دی. هغه هم وايي، ان په خپله کوڅه کي يې لا د یو شمیر ګاونډیانو له کورونو اکثره وخت د کورني تاوتریخوالی د زیاتیدو ږغونه اوریدلي دي.  

د اتل په خبره، له یوې خوا روژه، له بلي خوا کمزوری اقتصاد، په یو کوچني کور کي زیات کوچنیان او د کور مشر د کار پر ځای په کور کي ټوله ورځ قرنطین هغه څه دي چي ټول زور يې په یوې کورنۍ کي پر ښځې اچول کیږي.

دی زیاتوي چي ښه خبره دا ده چي هر مهال خو په ځانګړي ډول په دغسی حساسو حالاتو کي د یوې کورنۍ تول غړي په خاص ډول نارینه او ښځي له ډېر زغم څخه کار واخلي او دغه د نړيوالي ناروغۍ ورځي په سم ډول سره تیري کړي: «زه د خپلو ګاونډیانو شاهد یم، چي هره ورځ يې له کوره د ښځو د ژړاو او نارو ږغونه راپورته کیږي. ټول علت يې همدغه د نارینه وو په کور کي پاته کیدل دي.»

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار