1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

سږ کال به د روژې میاشت بل ډول وي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

سږ کال به په ارروپا کې د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې ګډ افطار، تراویح او اجتماعات نه وي. په اروپا کې د جمعې له ورځې څخه د رمضان میاشتې روژې پيلیږي، خو دا رمضان به له پخوانیو سره ډیر توپير ولري.

https://p.dw.com/p/3bJcP
Coronavirus in Irak Bagdad Geistlicher betet in leerer Moschee
انځور: Reuters/K. al-Mousily

د اروپا میشته مسلمانانو د ټولنو لخوا د کرونا ویروس د وضعیت په پام کې نیولو سره د رمضان میاشت په اړه مسلمانانو ته لارښوونې شوي دي. دا وار به د کرونا وبا له امله نه هم په جوماتونو کې له جماعت سره لمونځ ادا کول وي، نه هم تراویح او نه به هم ګډ یا اجتماعي افطارونه وي.

د مسلمانانو د ټولنو له خوا مسلمانانو ته لارښوونه شوې چې له نورو سره د خپل افطار د شریکولو له پاره دې د انټرنټ له ویډیويي کانفرنسونو څخه استفاده وکړي. د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر په اکثرو اروپایې هیوادونو کې د خلکو پر ګرځیدو محدودیت نافذ دی او له امله یې د ټولو دینونو د پيروانانو د ګډ عبادت مراسم اغیزمن شوي دي.

 په اوس وخت کې د آلمان په ګډون په ډیري اروپایي هیوادونو کې کلیساوې، جوماتونه، د یهودانو او هندوانو عبادت ځایونه بند دي او ترڅنګ یې د ټولنیز واټن د مراعاتولو په خاطر له محدودیت سره د تګ راتګ لارښونه شوې ده.

 د مسلمانانو ټولنې وایي چې دا وار به مسلمانان یو په بشپړ ډول مختلف رمضان تیر کړي چې د تیرو په مقابل کې به ډیر ستونزمن وي. د دغو ټولنو له خوا دا هم ویل شوي دي چې د خریدارۍ پلان دې جوړ کړي، تر څو مجبوره نه شي چې څو څو ځله د خریدارۍ مرکزونو ته لاړ شي.

په بریتانیا کې د مسلمانانو مرکزي ټولنې پر مسلمانانو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې دې د خپل کار په ځای، دفتر او نورو ځایونو کې له خلکو سره خپل چلند لا زیات ښه کړي.

په اروپا کې دا وار روژه تر ۱۴ ساعتونو ډیره ده. کارپوهانو ویلي دي چې د دومره اوږد وخت له پاره په پیشنمي کې د ډیرې انرژۍ یا معدني موادو درلودونکي خواړو څخه باید استفاده وشي.

د مسلمانانو ټولنو، له کارفریانو هم غوښتي دي چې د مسلمانانو په کاري ساعتونو کې دې هم یو څه انعطاف وکړي او له مسلمانانو سره د تبعیضي چلن د رامنځته کیدو د مخنيوي له پاره دې اړین اقدامات ترسره کړي.

 د رمضان په میاشت کې په عنعنوی ډول خلک تر افطار وروسته له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خبرې کوي او په ګډو عباتونو کې برخه اخلي، خو دا وار به هیڅ ډول اجتماع یا راټولیدنه ممکنه نه وي.

 خو د اسلامي فقهي مسائلو متخصص دوکتور ایمان البداوي وایي چې د دې ټولو مسائلو سربیره به هم د رمضان میاشتې پر روح هیڅ خبره نه رازي: «په انزوا کې به هم د رمضان میاشت اصلي اساس باقي پاتې وي. ممکن د روژۍ میاشت روحاني برخه د پخوا په پرتله لازیاته تقویه شي، ځکه په عمومي ډول په اجتماعي فعالیتونو(عبادتونو) کې د انسان توجه بل خوا اوړي.»

 دویچه ویله: ش.ن/ب.ص