1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

فیسبوک متن ته د غږیزو پیغامونو اړولو په موخه هغه اوریدلي

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د بلومبرګ امریکایي رسنۍ د یوه رپوټ په حواله فیسبوک په سلونو کسان ګومارلی چې د کاروونکو غږیز پیغامونه واورې او بیا یې په متن کې پیاده کړي. ویل کیږي چې یو شمیر دغو کارکوونکو داسې احساس لره چې کار یې «غیر اخلاقي» دی.

https://p.dw.com/p/3NsGk
Facebook ließ Sprachnachrichten abtippen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alfiky

امریکایي رسنۍ بلومبرګ، د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې فیسبوک د خپل هغه خدماتو په ترڅ کې چې غږ په متن اړول کیږي، د آزمویلو له پاره بهرني قراردادیان ګومارلي دي. ویل شوي چې دې مورد کې د فیسبوک مسنجر کاروونکو غږیز پیغامونه اوریدل شوي دي.

د رپوټ په حواله فیسبوک لږ تر لږه په کلفورنیا کې یوې کمپنې ته د خپلو کاروونکو چې هویت یې نه بربنډیده، غږیز پیغامونه استولي دي. په دې شرکت کې بیا انسانانو دغه پیغامونه اوریدلي او په متن کې یې پیاده کړي دي.

فیسبوک ویلي دي چې اوس یې په متن کې د غږیزو پیغامونو پیاده کول بند کړي دي. دې شرکت د سه شنبې په ورځ بلومبرګ ته ویلي دي: «د اپل او ګوګل په څیر، موږ له یوې اوونۍ څخه مخکې د انسانانو له خوا د غږیزو پیغامونو اوریدل کیدل بند کړل.»

د توطیې تیوري

فیسبوک په وار وار سره دا خبره رد کړې چې د اعلاناتو د تنظیم له پاره د خپلو کاروونکو شخصی مکالمات اوري. د دې شرکت مشر مارک زوکربرګ، تیر کال د امریکا کانګرس ته وویل چې دا آوازې «د توطیې تورۍ» دي.

هغه وویل چې فیسبوک د اعلانونو د تنظیم له پاره د خپلو کاروونکو د تلیفون مایک ته غوږ نه نیسي.

خو فیسبوک بیا د سه شنبې په ورځ له بلومبرګ سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړې ده چې د خپلو یو شمیر کاروونکو غږیز پیغامونه یې په متن کې د پیاده کیدو په موخه اوریدلي دي، خو روښانه کړې یې ده چې دا کار یوازې د دغو کارونکو په اجازه ترسره شوی دی.

خو بلومبرګ بیا په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې فیسبوک هیڅ کله هم دغو کاروونکو ته نه وو ویلي چې غږیز پیغامونه به یې یوه دریم شرکت ته هم وسپارل شي.

د بلومبرګ په خبره فیسبوک د هغه شرکت کارکوونکو ته چې په متن کې د غږیزو پیغامونو د پیاده کولو له پاره یې ګومارلي وو، هم دا خبره نه وه کړې چې پیغامونه د چا دي او د کوم هدف له پاره په متن کې پیاده کیږي.

خو یو شمیر دغو کسانو دا احساس لره چې کار یې «غیر اخلاقي» دی ځکه چې په ځینو مواردو کې استول شوي غږیز پیغامونه «مبتذل» ول.

تر دې مخکې پر امازون، اپل او ګوګل شرکتونو باندې هم د ورته کار کولو له کبله نیوکې شوې وې. دغو شرکتونو ویلي دي چې اوس د خپلو کاروونکو غږیز پیغامونه نه اوري.

(ms/nz (AFP, Reuters