1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيسبوک او ټويتر د روسي دولتي رسنيو امکانات محدود کړل

۱۴۰۰ اسفند ۷, شنبه

فيسبوک د جمعې په ورځ په دغه پليټ فارم کې د روسي دولتي رسنيو د پيسو ګټلو وړتيا محدوده کړې ده. په عين وخت کې تويتر هم په روسيه او اوکراين کې اشتهارات بند کړي دي.

https://p.dw.com/p/47dbx
Russland | Social Media
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

ناتانيل ګلايشر چې د فيسبوک د سترې ټولنيزې شبکې د امنيتي پاليسيو مشر دی، په ټويټر کې ليکلي چې »موږ اوس روسۍ دولتي رسنۍ منع کوو چې اشتهارات وچلوي يا د نړۍ په هر ګوټ کې زموږ د پليټ فارم له لارې پيسې وګټي.«

نوموړي زياته کړه چې فيسبوک به »نورو روسي دولتي رسنيو ته د داسې ورته ليبلونو ورکولو ته دوام ورکړي.«

د فيسبوک پلرني شرکت مېتا تر دې مخکې د جمعې په ورځ ويلي وو چې د روسيې خدمات به محدود کړل شي وروسته له هغه چې د واقعيتونو د چک يا کنترول او د محتوا څخه د خبرداري د ليبلونو له استعمال څخه يې په خپلو پليټ فارمونو کې لاس اخيستی دی. د ټولنيزو رسنيو بېلې شبکې پر اوکراين د روسيې د يرغل يوه مهمه مجازي جبهه بلل کيږي چې پام اړونکي معلومات خپروي او د داسې يوه کړکېچ ژوندۍ څارنه ممکنوي چې د لسيزو راهيسې د اروپا تر ټولو ستر جيوپوليتيک يعنې جغرافيوي او سياسي کړکېچ بلل کيږي.  

د مېتا شرکت په استازيتوب نيک کلېګ په يوه بيان کې وويل چې »پرون روسي چارواکو راته امر وکړ چې د څلورو روسي دولتي رسنيزو شرکتونو خپلواکه د واقعيتونو ارزونه او پر هغې محتوا چې پر فيسبوک يې خپريږي، د ليبل لګول بند کړو. خو موږ انکار وکړ.«

Ukraine - Kiew
د روسيې له خوا د اوکراين يرغل ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، ديجيتالي شرکتونو هم محدوديتونه وضع کړيانځور: Sergei Supinsky/AFP

دغه بيان يو څو ساعته وروسته له هغه راغی چې د روسيې د رسنيو څارونکې ادارې وويل چې فيسبوک ته لاسرسی به محدود کړي او د متحده آيالاتو پر فيسبوک شبکې يې د سانسور او د روسي وګړو له حقونو څخه د سرغړونې تورونه پورې کړل. د چهارشنبې په ورځ فيسبوک په اوکراين کې داسې يو امکان هم فعال کړ چې خلکو ته د زيات خونديتوب په موخه د خپلو پروفايلونو او شخصي معلوماتو د تړلو اجازه ورکوي. دا داسې يوه طريقه ده چې ياد شرکت په افغانستان کې هم وکاروله وروسته له هغې چې دغه هېواد تېر کال د طالبانو لاس ته ولوېد. د فيسبوک د امنيتي چارو کارپوه ګلايشر دا هم وويل چې فيسبوک د ځانګړو عملياتو يو مرکز رامنځ ته کړی څو په اوکراين کې وضعيت وڅاري او دغې »پراخېدونکې پوځي شخړې ته غبرګون وښيي.«

د لنډو پيغامونو شبکې ټويټر هم په روسيې او اوکراين کې اشتهارات بند کړي دي. له دې لارې ټويټر غواړي د دې تضمين وکړي چې د عمومي امنيت په هکله مهم خبرونه لا زيات ښکاره شي. دغه خبره نوموړي شرکت په خپله شبکه کې د شنبې په ورځ وکړه او زياته يې کړه چې اشتهارات او اعلانونه ښايي د خلکو پام له دغسې معلوماتو څخه واړوي.

په دې ترڅ کې د اوکراين د ديجيتاليتوب وزير، ميخايلو فيدوروف د اپل شرکت مشر، تيم کوُک ته په يوه ليک کې کښلي چې د روسيې په وړاندې له بنديزونو دې ملاتړ وکړي او د آپ ستور په شمول د اپل خدمات په روسيه کې بند کړي. په دغه ليک کې راغلي چې »موږ ستاسو مرستې ته اړتيا لرو. په ۲۰۲۲ کال کې ټانکونو، د ګراد توغنديزو بټيو او عادي توغنديو ته تر ټولو ښه ځواب عصري ټکنالوژي ده.«

ن.ص./ا.خ.ح(AFP/dpa)