1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دېر لاين د اروپايي ټولنې کميسيون مشره شوه

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

اورزولا فون دېر لاين لومړۍ آلمانۍ ده چې د اروپايي ټولنې کميسيون د مشرۍ څوکۍ ته انتخاب شوه. دې څوکۍ ته د رسېدو له پاره نوموړې د اروپا په پارلمان کې ډېري ژمني کړي.

https://p.dw.com/p/3MBJb
Frankreich Wahl zur EU-Kommissionspräsidentin | Ursula von der Leyen
انځور: Reuters/V. Kessler

د اروپا پارلمان غړيو د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۹م کال د جولای ۱۶مه) خپله رايه وکاروله. فون دېر لاين ۳۸۳ رای ترلاسه کړي دي. په دې توگه هغې تر اړينو ۳۷۴ رايو، ۹ رایې زياتې واخیستې.

د کميسيون نوې مشره د رای اچوونې تر نتايجو وروسته خوښه ښکارېدله. هغې د پارلمان له غړيو په لنډه توگه مننه وکړه. هغې وويل: «تاسې چې کوم باور پر ما وکړ، له لویديځه تر ختیځه او جنوبه تر شماله پر يوې متحدې او قوي اروپا باور دی. پر يوه داسې اروپا چې د راتلونکي له پاره مبارزه کوي او نه يو د بل پر ضد.»

فکر کېده چې د آلمان د دفاع دا وزيره چې نن، چهار شنبه به له خپلې دندې استعفا وکړي، ډېري رای ترلاسه کړي. تر ټاکنو د مخه د سه شنبې په سهار تر وروستۍ وينا وروسته چې له احساساتو ډکه وه او په عمومي توگه ډېره ښه و ارزول شوه، د سوسيالستانو او لیبرالانو مخکښو مشرانو او همدا راز د زرغون گوند يو څو غړيو ويلي ول چې کيدای شي فون دېر لاین ته خپله رايه ورکړي.

خو دا چې کوم استازي څنگه خپله رايه کارولې څوک نه پوهيږي ځکه دغه رای گیري پټه وه.

«يوه رښتينې اروپايي»

فون دېر لاین د خپلې وينا په پای کې په درو ژبو آلماني، فرانسوي او انگلسي د «اروپا دي ژوندۍ وي.» ږغ وکړ. هغې ځان د اروپا پر عقيده د باور لرونکې په توگه معرفي کړ او ویې ویل چې په پوره شوق او ليوالتيا سره به د يوې پياوړې اروپا له پاره جگړه وکړي. هغې په بروکسل کې وويل: «زه اروپایې زيږيدلې يم. وروسته مې بيا درک کړه چې آلمانۍ او د نیدرزاکسن ايالت يم.»

د ښځو او نارينه وو ترمنځ انډول

اورزولا فون ډېر لاین هڅه وکړه چې د اروپا پارلمان ډېري ښځي استازې یې پلوي وکړي. پوره ۴۰ کاله پخوا د اروپا پارلمان په خټه فرانسوې سيمونه وايل د پارلمان د مشرې په توگه ټاکلې وه. اوس فون ډېر لاين لومړۍ ښځه ده چې د ټولنې يو بل لوړ مقام یې ترلاسه کړ. فون دېر لاین تر رای اچوونې د مخه وويل: «څلويښت کاله وروسته زه په ډېري خوښۍ سره ويلای شم چې بالاخره د کميسيون د مشرتوب له پاره يوه ښځه کانديده ده.»

Deutschland Angela Merkel, Annegret Kramp Karrenbauer und Ursula von der Leyen beim CDU Parteitag
صدراعظمه ميرکل د دفاع د پخوانې وزېرې فون ډېر لاین او نوې وزېرې کارن باور سرهانځور: Imago Images/IPON/S. Boness

تر ټاکل کېدو وروسته مطبوعاتي غونډې ته د وينا پر وخت هغې يو وار بيا ژمنه وکړه چې د هغې په راتلونکي کميسيون کې به ۱۴ ښځې او ۱۴ نارينه شامل وي. د غړيو هېوادونو ترمنځ به چې کميسارې او کميساران وړاندې کوي، مقابله سخته وي. فون دېر لاین به خپله دا نوې دنده د نوامبر پر لومړۍ نیټه پېل کړي.

د ډېرو اړخونو په اړه ژمنې

د سه شنبې په سهار يعني تر راې اچوونې د مخه نوموړې په خپله وينا کې هڅه وکړه هغه استازي چې زړه نا زړه دي چې زياتره یې د سوسيال ديموکرات او زرغون گوند غړي ول، قانع کړي. نوموړې د تیرې اوونۍ د خبرو برعکس دا ځل یو څه چپ اړخ ونيوه او د ښي اړخو او د اروپايي ټولنې له منتقدينو څخه یې ښکاره فاصله ونيوله.

هغې ژمنه وکړه چې حقوقي دولت له اصولو څخه سرغړونې چې دمگړۍ یې په پولند او هنگري کې په اړه پلټنې رواني دي، د یوه نوي ميکانیزم له لارې به بررسي او تعقيب شي.

نوموړې د اروپا پارلمان ملي محافظه پال جناح لوري ته چې د پولند په حکومتي گوند کې شامل دي، وويل: «د حق او عدالت حاکميت زموږ د آزادۍ څخه د دفاع او په اروپايي ټولنه کې د کمزورو د ساتنې تر ټولو غوره لار ده.»

يو زرغون تړون

فون ډېر لاين له زرغون گوند سره ژمنه وکړه چې د خپلې دورې په لومړيو سلو ورځو کې به د اقليم ساتنې له پاره يو «شين تړون» وکړي او يو تريليون يورو به د اقليم سره پر برابرو پانگونو مصرف کړي.

هغې وويل چې اروپايي ټولنه باید د ځمکې د تودښت د مخنيوي له پاره لا زياتې هلې ځلې وکړي. خو د ځينو پريکړنده اقداماتو له پاره نوموړې نه يوازې د اروپا د پارلمان ملاتړ ته اړتیا لري، بلکې د ټولو ۲۸ غړيو هيوادونو او د هغوی د ملي حکومتونو ملاتړ هم اړین دی.

bs/nz (Bernd Riegert)

زموږ له آرشيف څخه: