1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر فوزيه کوفي باندې بريد؛ د غني او عبدالله غبرګونونه

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني پر فوزيه کوفي باندې وسله وال بريد غندلې او عبدالله عبدالله يې د عاملينو د پيژندګلوۍ غوښتنه کړې ده. طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کوفي، پرون په يوه وسله وال بريد کې ټپې شوه.

https://p.dw.com/p/3h0h6
Fauzia Kofi afghanische Frauenrechtlerin Afghanistan
انځور: Getty Images

له کابل څخه د فرانسې خبرې آژانس خپل د شنبې ورځې په رپوټ کې د افغان چارواکو له قوله ليکي چې پر مېرمن کوفي باندې وسله واله حمله کابل ته نژدې شوې ده.

د رپوټ په حواله، د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق آرین، ياد آژانس ته ويلي دي چې مېرمن کوفي او خور يې د جمعې په ورځ، له پروان ولایت څخه کابل ته د بيرته ستنيدو پر مهال، د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر وسله وال بريد لاندې راغلې.

آرين زياتوي چې پر دوی باندې بريد هغه مهال وشو چې د خپل موټر څخه د سودا اخيستلو له پاره کوزې شوې وې.

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني، پر مېرمن کوفي باندې شوی وسله وال بريد غندلی او د مصالحې عالي شورا رئيس، عبدالله عبدالله يې د پيښې د عاملينو د پيژندګلوۍ غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر وياند، صديق صديقي، د ولسمشر غني له قوله ليکلي دي: «پر افغان فعالو میرمنو باندې بزدلانه بريدونه به د هغوی د ۱۹ کلونو هڅو او مبارزو مخه ونه نيسي.»

عبدالله په دې اړه پر ټويټر ليکلي دي: «زه پر مېرمن فوزيه کوفي باندې قاتلانه حمله په کلکو ټکو غندم.»

د سولې د مذاکراتي ټيم دغه غړې، په داسې وخت کې تر وسله وال بريد لاندې راځي، چې په پام کې ده د طالبانو د ۴۰۰ پاتې بنديانو تر آزادولو وروسته، د سولې بين الافغاني خبرې پيل شي.

آژانسونه / م.ک.ص./ م.ن.ص.