1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فقر، بې برقي او په افغانستان کي د یخ بې ساري څپه

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان په مرکزي او غربي ولایتونو کي د زیاتي واوري اورېدل او د یوې داسي یخي ژمنۍ څپې راتلل چي په دې وروستیو کلنو کي نه وه راغلې. یادي یخنۍ افغانان له جدي ستونزو سره مخامخ کړي او یوشمېر نښلوونکي لاري يې بندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4M1iX
د افغانستان زیاتره خلک له فقر او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي
د افغانستان زیاتره خلک له فقر او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان ديانځور: ALI KHARA/REUTERS

د ژمي یخه سړه څپه د سې شنبې له ورځي راهیسي د افغانستان لوېدیځ ولایتونه اغېزمن کړي او ان په ځینو ولایتونو کي اب هوا د سانټي ګراډ منفي ۲۰ درجو ته راکښته سوې ده.

اوس ځيني هغه لويي لاري چي د غور، بادغیس، هرات، بامیان او دایکنډي ولایتونو ولسوالۍ له مرکزونه سره نښلوي د واوري اورېدلو له امله بندي سوي دي چي خلکو او ټرانسپورټ ته یې ډېر مشکلات جوړ کړي دي.

د هغه هیواد وګړي، چي ۹۷ سلنه يې د غربت او مسکینۍ تر کرښه لاندي ژوند کوي، نیمی نفوس يې بشري مرستو ته اړتیا ولري، د ځان او کورونو تودولو امکانات نه لري، نو د ژمي سړه څپه ورته یو لوی مصیبت دی.

اړوند: په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي او سوړ ژمی
د هرات ولایت اوسیدونکی احسان احمدي وايي، خلک د ژمي راتلو ته چمتوالی نه لري او طالبان هم په دې نه دي توانیدلي چي د لویو لارو پرانیستلو او پاکولو ته لستوڼي راپورته کړي.

هغه وايي: «اوسمهال د برېښنا د پرچاوۍ له امله زموږ د کوچنیانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی، ټولي اوبه یخی دي او د ګازو بیه هم ډېره لوړه سوې ده. داسي څوک نه سته، چي زموږ په ستونزو ځان خبر کړي.»

افغانستان، هرات ولایت کي واورین ژمی
افغانستان، هرات ولایت کي واورین ژمیانځور: privat

افغانان په ژمي کي له بوټو «لرګیو» او د ډبرو سکرو څخه د کور تودولو له پاره کار اخلي، ځکه چي هرڅوک د ګاز رانیولو وس نه لري.

اړوند: سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند
سږکال ډېری کورنۍ د دې توان نه لري چي ان بوټي او یاهم د ډبرو سکاره رانیسي. یوازي په ښارونو کي یوشمېر کورنۍ د ځان او کور تودولو له پاره ګاز کاروي.

د هرات ولایت یو بل اوسیدونکي عبدالفتاح هم دویچه ویله ته وویل: «داسي یخ مي په دې تیرو ۱۵ کلنو کي نه په یادیږي. ټاکل سوې ده چي د هرات هوا تر راتلونکي پنجشنبې پوري د سانټي ګراډ منفي ۲۲ درجو ته راکښته سي، خو له بده مرغه په هرات ښار کي برق قطع سوی دی او د کورونو تودولو وسایل چي اکثره برېښنايي دي کار نه سو ورڅخه اخیستلای. طالبان هم د لږو امکاناتو له امله په دې اړه کوم پلان نه لري.»

اړوند: راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت
په هرات کي د طالبانو ادارې ویاند نعیم الحق حقاني هم مني چي له ایران څخه د برېښنا لږ واردېدل د دغه ولایت ښاریان له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

حقاني زیاتوي: «له بده مرغه ایران هیواد د هوا له سړېدو سره سم ۱۰۰ میګاواټه برېښنا پر ۵۰ مېګاواټه ودروله، دا خپله د دې سبب سوه چي خلک له ستونزو سره مخامخ سي.»

هغه وايي، له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا هم د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوندو سیمو کي د خادو د چپه کیدو له امله پرې سوې ده، نوموړی زیاتوي: «موږ هڅه کوو چي د ایران لږ وارداتي برېښنا په نوبت سره د خلکو هستوګنځیو ته وویشو.»

اړوند: سوړ ژمی، بې کاري او د بې وزلو افغانانو سخت ژوند
په هرات کي د طالبانو ادارې ویاند وايي چي د صنعتي ښارګوټي برېښنا يې هم له تیرو څو ورځو راهیسي د لنډ وخت له پاره په دې موخه قطع کړې، ترڅو د کورونو د رڼا کولو له پاره کار ورڅخه واخیستل سي.

افغانستان، هرات ولایت کي واورین ژمی
افغانستان، هرات ولایت کي واورین ژمیانځور: privat

د غور ولایت یو اوسیدونکی عبدالمعروف بیا دویچه ویله ته د لویو لارو د بندېدو او هلته خلکو ته د ستونزو په اړه داسي وویل: «تېوره، شهرک، لعل سرجنګل او دولینه هغه ولسوالۍ دي چي همدا اوس يې لاري د یخنۍ او درنې واوري اورېدو له امله بندي دي، د یادو ولسوالیو خلک له لوږي او درملو له کمښت سره مخامخ دي. تر اوسه د طالبانو اداره په دې نه ده توانېدلې چي یادي لاري خلاصي کړي.»

هغه ګواښ کوي، که چیري په دغو ولسوالیو کي اړو خلکو ته پر وخت د خوړو بېړنۍ مرستي ور ونه رسیږي، نو د سړې هوا له امله به د غور ولایت د یوشمېر ولسوالیو په لسهاوو کورنۍ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د طالبانو د حکومت، د طبعي پيښو پر وړاندي د چمتووالي اداره وايي، اړمنو او زیانمنو کسانو ته يې پر وخت مرستي رسولي دي.

 دیادي ادارې ویاند شفیع الله رحیمي دویچه ویله ته وویل: «د ژمي له رارسیدو ترمخه مو اداره توانېدلې ده چي اړمنو کسانو ته پر وخت مرستي ورسوو. اوس د ټولګټو وزارت سره په همږغۍ هڅه کوو چي د غور، بادغیس، بامیان او دایکنډي ولایتونو تړلي لاري خلاصي کړو.»

رحیمي مني، چي د خرابي هوا له امله نه سي کولای، چي یادو ولایتونو ته د الوتکو په واسطه مرستي ولیږي.

له بله پلوه داسي راپورونه ورکول سوي دي، چي په سالنګ کي د سخت واورین طوفان له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون په لسهاوو مسافر بند پاته دي.

ځیني موټروانانو او مسافرو رسنیو ته ویلي دي چي پر یاده لار داسي درنه واوره اوري چي له امله يې سړک یخی سوی او وسایطو ته يې ډیري ټرافیکي ستونزي پيښي کړي دي.

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟