1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

فراه: د سړک د غاړې ماین پنځه ملکیان وژلي

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په فراه ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین پنځه ملکي وګړي وژلي دي. د سړک د غاړې ماینونه چې د افغان ځواکونو د په نخښه کولو په موخه ځای پر ځاي کیږي، ډیر وخت ملکیان وژني.

https://p.dw.com/p/3Pf06
Karte Afghanistan Provinz Farah Deutsch
انځور: DW

د فراه ولایت د پولیسو قوماندان محب الله محب، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه په خبره پیښه د یکشنبې په ماښام ناوخته د فراه ښار ته نزدې رامنځ ته شوې ده.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبان په فراه ولایت کې فعاله دي.

د همدې میاشت په پیل کې دغې ډلې د فراه پر مرکز باندي برید کړی وو. افغان ځواکونو بيا وروسته طالبان پر شا کړل.

(ms/nz (ap