1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې يو ځل بيا ۳۳۰ تنه له کابل څخه راوايستل

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

فرانسې د اخراج په يوې الوتنې سره يو ځل بيا تقريبا ۳۳۰ تنه له کابل څخه ايستلي دي. دغه کسان به ښايي د اوونۍ په پای کې فرانسې ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/43pKp
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
له کابل څخه د افغانانو د رایستلو پروګرام - د آرشیف انځورانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۳نېټه) ويلي دي چې په دغه الوتکه کې ۲۵۸ داسې کسان وو چې ژورناليستان وو يا يې پخوا د فرانسې د دفاع وزارت سره کار کړی وو او تر ګواښ لاندې ول.

ياد وزارت زياته کړې چي له کابل څخه د الوتکې په مرسته د را ايستل شوو کسانو سره مل ۱۱ فرانسويان او ۶۰ تنه هالنډيان هم له افغانستان څخه وايستل شول. دغه کسان به ښايي د اوونۍ په پای کې لا فرانسې ته يوړل شي.

د فرانسې ولسمشر، امانيول ماکرون، د جمعې په ورځ خليج ته په يوه دوه ورځني سفر تللی وو چې د کابينې يوه برخه هم ورسره مله وه. دوی لومړی متحده عربي اماراتو او بيا قطر ته سفر کړی وو. د شنبې په ورځ به ماکرون سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.

له افغانستان څخه د خلکو د اخراج له پاره د بهرنيو چارو وزارت يوه الوتکه کارېدلې ده. د افغانستان د سقوط راهيسې فرانسې د ياد وزارت په خبره تقريباً ۴۰۰ افغانان او ۱۱۰ تنه فراسويان له کابل څخه رايستلي دي.

آ./ن.ص./ا.ا.