1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې ولي ګوګل نزدې یو میلیارد یورو جریمه کړی؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

ګوګل باید د فرانسې حکومت ته د مالیاتي جرمونو د تورونو له کبله نزدې یو میلیارد یورو جریمه ورکړي. اروپايي چارواکي اوس د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې له مخې یې د دیجیتال شرکتونو له خوا له مالیاتو څخه د تیښتې مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/3PWf0
Symbolbild Google Logo zu Steuerstreit mit Frankreich
انځور: Reuters/A. Song

د فرانسې دولتي چارواکي او ګوګل شرکت یوه جوړجاړي ته سره رسیدلي دي چې له مخې یې باید ګوګل د فرانسې حکومت ته ۹۴۵ میلیونه یور چې یو میلیارد ډلر کیږي، ورکړي او په بدل کې بې يې فرانسه پر دې شرکت باندې د مالیاتو درغلویو لګیدلي تورونه لیرې کړي. په دې سره به نو د فرانسوي چارواکو له کلونو راهیسې روانې څیړنې پای ته ورسیږي.

د پاریس یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګوکل له خوا د مالیاتي درغلو له کبله د۵۰۰ میلیونه یورو جریمه ومنله او پر دې سربیره یې دا هم تائید کړه چې د ګوګل او مالیاتو دفتر تر منځ د حسابونو د پاکولو له پاره باید دغه شرکت ۴۶۵ میلیونه یورو ورکړي.

له دې سره نو په دې اړه په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوې د فرانسې حکومت څیړنې پای ته ورسیدلي. د دې څیړنو په ترڅ  کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي ول چې ګوګل د فرانسې په خاوره کې د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو د نه ورکولو له لارې په خپلو مالیاتي مکلفیتونو کې پاتې راغلی دی.

د فرانسې د عدلیې او بودجي وزیرانو د دغې پریکړې ستاینه کړې ده او په یوې ګډې اعلامیه کې یې ویلي دي: «دا د عامو خلکو د مالي وضعیت او په فرانسه کې د مالي عدالت په برخه کې ښه خبر دی.»

ګوګل هم یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکښې راغلي دي: «موږ اوس هم په دې باور یوو چې د نړیوال مالیاتي سیستم همغږي شوې اصلاح تر ټولو غوره لارې ده چې په نړیواله کچه فعالو شرکتونو ته د کار یو چوکاټ رامنځ ته کړي.»

له دې کبله چې د دیجیتال فعالیتونو له لارې د ګټلو پیسو د مالیاتو په برخه کې اوس هم نمګړتیاوې موجودې دي، ګوګل کولی شي خپل ډیر عواید په ایرلند کې وښيي، ځکه هلته پر شرکتونو مالیه یوازې ۱۲،۵ سلنه ده. نور ډیر شرکتونه هم دا کار کوي، خو اوس اروپايي هیوادونه د دې کار پر ضد د اقداماتو په حال کې دي.

په دې برخه کې فرانسه تر نورو اروپایي هیوادونو مخکښه دی خو نورو هیوادونو هم د ورته اقداماتو ژمنه کړې ده.

ms/nz (AP, AFP, dpa)