1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د کلتور بودجه ۴،۲ ملیارډه یورو ته لوړه کړه

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

پداسي حال کي چي جرمني د ۲۰۲۳م کال د کلتور بودجه کمه کړې ده، بیا فرانسه غواړي هغه ۷ فیصدو، یعني ۴،۲ ملیارډه یورو ته لوړه کړي. دا نو د کلتور تر اوسنئ بودجې ۲۷۱ ملیونه اضافه والی ښيي.

https://p.dw.com/p/4HjKn
BG Ikonische Städte Europas, Paris
انځور: Givaga/Zoonar/picture alliance

لکه څنګه چي د فرانسې د کلتور وزارت ویلي دي، د دغي بودجې یوه لویه برخه، یعني ۷۱۱ ملیونه یورو به د سینماوو او همدارنګه سمعي، او بصری تولیداتو تمویل ته اختصاص سي.  
ددې برعکس بیا جرمني د راتلونکي ۲۰۲۳ م کال د بودجې د مسودې پراساس کلتوري مسایلو ته فقط ۲،۲ ملیارډه یورو په نظر کي نیولي دي. دا د ۲۰۲۲ م کال د کلتور تر بودجې ۵،۶ فیصده یا ۲،۳ ملیونه یورو لږ دي.