1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د نوي عیسوي کال په شپه پر تګ راتګ بندیز وضع کړ

۱۳۹۹ آذر ۲۲, شنبه

په کرونا باندي د اخته کیدو ډیرو پيښو ته په کتو سره فرانسویان اجازه نه لري د نوي ۲۰۲۱عیسوي کال د پیل مراسم په ازاده فضأ کي ولمانځي: نوي کال ته د اوښتو په شپه حتی د ۸ بجو څخه پرتګ راتګ باندي بندیز وضع کیږي.

https://p.dw.com/p/3mc1j
Frankreich | Neujahr 2020 in Paris
انځور: AFP/ M. Bureau

د فرانسې صدراعظم، ژان کاسټیکس د ژورنالسټانو په مخکي وویل، چي«موږ لا د کرونا د دوهمي څپې اخري ته نه یو رسیدلي.» د شپې دغه قیودات اوس د پخوانۍ فیصلې برخلاف د راتلونکي سه شنبه څخه وضع او د شپې د ۸ بجو په عوض پر۹ بجو باندي شروع کیږي. یوازي د عیسوي کرسمس اختر په شپه خلګ د ازاد تګ راتګ اجازه لري او کولای سي د شپې په کلیسايي عنعنوي مراسمو کي برخه واخلي.

د کرونا د یو تعداد محدودیتونو نرمول به هم وځنډیږي. د صدراعظم کاسټیکس په خبره به مثلأ د راتلونکي سه شنبه ورځي څخه د سینماوو، تیاترونو او موزیمونو بیرته خلاصیدل لږتر لږه تر راتلونکي جنورۍ میاشتي پوري وځنډیږي. نوي مقررات عبادت ځایونو ته هم متوجه دي. مثلأ کلیساوو ته ډیر خلګ پر یوه وخت نسي ورتللای او همدارنګه کلیساوي او مسجدونه باید د عبادت کونکو په منځ کي یو قطار خالي پریږدي.

د کرسمس په شپه سفر کول اجازه لري

که څه هم د کرسمس په شپه خلګ اجازه لري، چي خپلو فامیلونو ته ولاړ او سفر وکړي، خو کاسټیکس فرانسویانو ته خبرداری ورکړ، چي د کرسمس په دغو مراسمو کي نباید تر ۶ تنو اضافه کسان سره یوځای سي. هغه وايي، چي«باید ټول لازم تدابیر اتخاذ سي، تر څو په راتلونکو میاشتو کي د کرونا د دریم واري محدودودیتونو د وضع کولو مخنیوی وسي.»

په خبره یې فرانسویان باید د نوي کال د تجلیل د مراسمو څخه صرف نظر وکړي. د دغه هیواد په ډیرو برخو کي په شخصي ډول سره د پټاکیو استعمال ته بیله هغه اجازه نسته. په پاریس او نور ښارونو کي د اورلوبو لپاره خاص ځایونه ټاکل سوي، چي د حکومت لخوا سازمان ورکول کیږي.

د فرانسې جمهورریس، ایمانوییل ماکرأ تر دې دمخه شرط ایښی ؤ، چي که په کرونا د نوو اخته کیدونکو کسانو تعداد په ۲۴ ساعتونو کي تر حداکثر ۵۰۰۰ تنو پوري ورسیږي، نو به د کرسمس مراسمو ته اجازه ورکړي. خو په دې وروستیو وختو کي په کرونا د اخته کیدو تعداد په ورځ کي تر ۱۴۰۰۰ هم اوښتی او تقریبأ درې چنده سوی دی. د دغه هیواد د روغتیا وزیر، اولیور ویرأ بیا خبرداری ورکړی دی: «ددې خطر موجود دی، چي دوهمه څپه بیرته شدت پیدا کړي او ډیر کسان په کرونا اخته سي.»

آ./ق.م./ا.ا.