1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

فرانسوی اسلامپال تايلر ويلوس په دېرش کاله بند محکوم شو

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

نوموړی د جهاديانو د فرانسوي ژبو ډلو يو کليدي نفر بلل کيږي چې په سوريه کې يې د داعش ملاتړ هم کاوه. په پاريس کې څارنوالۍ هغه ته د عمري بند غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3em71
Frankreich, Paris I Gerichtszeichnung I Tyler Vilus
انځور: AFP/B. Peyrucq

قضیه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ په سوريه کې د جنايتونو په هکله وه. تايلر ويلوس په دې تورن وو چې د جهاديانو د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د جنګياليو په مشرۍ د دوو تنو بنديانو په وژنه کې يې لاس درلودلی دی. په ډزو د دغو دواړو بنديانو د وژلو يو فلم هم اخيستل شوی وو. د داعش له خوا په خپره شوې دغه ويډيو کې ويلوس ليدل کيږي چې څنګه يې مخ پټ‌ کړی او وسله په لاس يوازې يو څو متره لېرې ورسره ولاړ دی.

لوی څارنوال ګييوم ميشلېن چې د پاريس په دغه محاکمه کې يې د عمري بند سزا غوښتې وه، ويلوس د فرانسوي ژبو ډلو په منځ کې د جهاديانو کليدي نفر بللی دی. ميشلېن د دغه دېرش کلن سړي او له نورو اسلامپالو سره د هغه د اړيکو په هکله ويلي دي چې «نوموړی تقريبا ټول خلک پېژني.»

په عين وخت کې يې دا خبره هم تصديق کړه چې ويلوس له داعش سره د يو ځای کېدو له وخت راهيسې «هيڅ‌ لږ تغيير هم نه دی کړی.»

د پاريس د بريدونو له طراح سره اړيکې

ويلوس له عبدالحميد ابا عود سره هم اړيکې لرلې چې د فرانسې څارګرې ادارې يې د ۲۰۱۵ کال د نومبر مياشتې د پاريس د بريدونو اصلي طراح بولي. ويلوس د پلټونکو د معلوماتو له مخې د سوريې په شمال کې د حلب سيمې ته تر رسېدو وروسته د «داعش پوليس» او بيا د فرانسوي جهاديانو د يوې ډلې «امير» وټاکل شو. څارنوالۍ دا هم ويلي دي چې نوموړی د «تصفيې په عملياتو» کې هم برخه اخيستې او په خپلې «وژونکې اغېزمنتيا»‌ يې افتخار هم کړی دی.

محکمې اوس پرېکړه کړې چې ويلوس بايد له لګول شوي ۳۰ کلن بند څخه لږ تر لږه ۲۲ کاله زندان تېر کړي،‌ مخکې له دې چې له زندان څخه د وختي خوشې کېدو غوښتنه ورکړلی شي.‌ تايلر ويلوس په ټولو ادعا شوو ټکو کې ګرم او پړ بلل شوی دی. قاضي، لاورن رافيو، دغه پرېکړه چې عمري بند يې ورباندې نه دی لګولی،‌ داسې توجيه کړه چې غواړي ويلوس ته د «هيلې څرک» هم پرېږدي څو هغه «د بدلون او پرمختګ» يو امکان هم ولري.

se/mak (afp, rtr)