1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: پر یوه مسجد باندي برید کي دوه کسان ټپیان سوي

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د فرانسې د جنوب په بایون ښار کي دوو متقاعدینو د یوه مسجد مخې ته یو بل زوړ کس د اور بلولو په حال کې ولید. دغه شکمن کس بیا پر دغو دوو تنو باندې ډزې وکړې او ټپیان یې کړل. جمهور رييس ماکرون دغه برید غندلی دی.

https://p.dw.com/p/3S8O5
Frankreich Anschlag auf Moschee in Bayonne
انځور: picture-alliance/dpa/Chopin Jean Daniel

د فرانسې جمهور رييس امانوییل ماکرون، د بایون مسجد مخې ته حمله په سختو الفاظو غندلې او هغه یې د «منلو نه وړ» بللې ده. هغه په خپل تویتر کي لیکلي دي چي په فرانسه کي به کرکي او نفرت ته اجازه ورنه کړل سي. هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه اوویې ویل، چي ټولې هڅې به وسي، چې د «خپلو مسلمانو هیوداوالو محافظت» وسي.

د فرانسې د مسلمانانو د اتحادیې (CFCM) یوه استازي عبدالله ذکري، دغه حمله یو «جنايي عمل» بللی دی. هغه شکایت وکړ چي اوس په فرانسه کي د اسلام د «بدنامولو» کوښښ کیږي او ځکه نو باید «سړی تعجب هم ونه کړي، چي دغه ډول پيښي» رامنځته کیږي.

مجرم نیول سوی

مجرم په لومړي سر کي کوښښ وکړ چي د دغه مسجد مخې ته اور بل کړي. خو لکه څنگه چي محلي چارواکو ویلي دي په دغه وخت کي دوه زاړه کسان له مسجد څخه راووتل، چي هغه ورباندي سمدلاسه ډزې وکړي. دغه دواړه ۷۴ کلن او ۷۸ کلن کسان، چي سخت ټپيان سوي ول، روغتون ته انتقال سوي دي. مجرم د مسجد مخې ته یوه موټر ته هم اور واچاوه او تر هغه وروسته وتښتید.

وروسته دغه ۷۴ کلن مجرم په خپل کور کي ونیول سو. د رسنیو په حواله هغه په خپل موټر کي د گازو یوه ډبه هم لرله. د پولیسو د معلوماتو پر اساس هغه د برید مسؤلیت منلی دی خو د هغه د دې کار انگیزه لا تر اوسه پوري معلومه نه ده.

له پین ځان گوښه کړی

په ۲۰۱۵ م کال کي د گوند څخه د ده تر وتلو پوري، شکمن بریدګر د فرانسې د ښی اړخي ملي جبهې غړی وو. یو وخت هغه د خپل گوند له پاره په محلي انتخاباتو کی هم ځان کاندید کړی وو. له پین د دغي حملې څخه ځان لیري کړی او هغه یې غندلې ده. له پین ویلي دي چي دا زموږ د ګوندي ارزښتونو سره مطابقت نه لري.

(qn/ms (afp, dpa