1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

فرانسه ولي د کرونا واکسين جوړولو په برخه کي په خښم ده؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

په نړۍ کي کرونا ويروس ته د واکسين جوړولو هڅي شپه او ورځ رواني دي. د فرانسې يو شرکت چي په دې برخه کي مخکښ گڼل کيږي، د امريکا په اړه څه ويلي دي چي پاريس ورته په خښم دی؟

https://p.dw.com/p/3cDwJ
Blutprobe für Covid-19 Coronavirus Test im Labor
انځور: picture-alliance/Zoonar/R. Kneschke

کرونا ويروس ته د واکسين جوړولو پر سيالي، د اروپا او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د نوو ناراحتيو سبب سوې ده. د فرانسې حکومت د دغه هيواد د يوه شرکت د مشر څرگندونو ته په خښم سره غبرگون ښوولی دی.

کرونا ته د واکسين جوړولو په برخه کي د فرانسې د سانوفي په نوم دارو-درمل جوړولو شرکت مشر پاول هودسن د چهارشنبې په ورځ ويلي ول چي د واکسين د ترلاسه کيدو په صورت کي به لومړی امريکا متحده ايالاتو ته هغه صادر سي، ځکه امريکا «پر ځان باندي خطر منلی دی».

هودسن د بلومبرگ په نوم خبري آژانس سره د خپلي پريکړي په اړه ويلي دي: «امريکا متحده ايالات د مخکي تر دمخه خريدارۍ حق لري، ځکه هغوی د خپلو وگړو د ساتني له پاره پانگونه کړې ده.»

د سانوفي شرکت د مشر دې څرگندونو ته د فرانسې د اقتصاد او مالي چارو سکرتري اگنس پانيرونيکه، سخت غبرگون ښوولی دی. هغې ويلي دي: «دا به موږ ته د منلو نه وي چي يو يا بل هيواد په مالي پلمې سره لومړی د لاسرسي امتياز ولري.»

د ياد شرکت د مشري څرگندوني ځکه په پاريس کي د خښم لامل سوي دي چي د فرانسې دولت دغه شرکت ته په تيرو کلونو کي په لسونو ميليونو يورو د تحقيق له پاره ورکړي وې.

د درمل جوړولو دغه شرکت بيا د پاريس تر غبرگون وروسته کوښښ کړی دی چي خپلي څرگندوني روښانه کړي. اوس ويل سوي دي چي هغه توليد چي په امريکا متحده ايالاتو کي کيږي دغه هيواد ته پکښې لومړيتوب ورکول کیږي او د توليد پاته ظرفيتونه به د نړۍ نورو هيوادونو ته ځانگړي سي.

سانوفي له اروپا څخه په سونو ميليونه يورو غواړي

د پنجشنبې په ورځ د ياد شرکت د فرانسې د ځانگي مشر اوليور بوگيلوت د شرکت دريځ روښانه کړه او زياته ئې کړه، که اروپايي ټولني د واکسين جوړولو په برخه کي د دوی د هڅي «همداشان موثر» مالي ملاتړ کړی وای، امريکا متحده ايالاتو ته به د احتمالي واکسين لېږولو په برخه لومړيتوب نه ورکول کيدلای.

هغه د فرانسې له يوه شخصي تلويزيون (BFMTV.) سره په خبرو کي زياته کړه: «امريکايان په دې وخت کي موثره دي.» هغه ويلي دي چي امريکا متحده ايالاتو ژمنه کړې ده چي په ميليونونو يورو ورکړي. هغه وويل چي اروپايي ټولنه بايد هم دغه شان موثره وي او له شرکت سره مرسته وکړي، څو دغه واکسين ته ډير ژر لاس رسی پيدا سي. موخه دا ده چي دغه واکسين فرانسې، اروپا او امريکا متحده ايالاتو ته پر يوه وخت په اختيار کي ورکړل سي.

له ټولي نړۍ څخه ۱۴۰ شخصيتونو په يوه ليک کي له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چي په نړۍ کي دي ټولو انسانانو ته پر يوه وخت او په وړيا توگه واکسين په اختيار کي ورکړل سي. هغوی ليکلي دي چي اوس د دې وخت نه دی چي د شتمنو شرکتونو او دولتونو گټي د اړتياوو په مخکي سپر سي، اوس بايد ژوند وژغورل سي.

سانوفي (Sanofi) شرکت د روان کال له اپريل مياشتي راهيسي د بريتانيا د (GlaxoSmithKline) دارو جوړولو د شرکت سره په گډه د کرونا ويروس پرضد د واکسين جوړولو هڅي پيل کړي دي. دوی تر اوسه پوري لا پر انسانانو باندي واکسين نه دی آزمويلی او تمه کيږي چي د راتلونکي کال تر پایه پوري دي دغه واکسين اماده کړل سي.