1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: ماکرون او لوپن د پوړني په سر اختلاف سره لري

۱۴۰۱ فروردین ۲۷, شنبه

د فرانسې ولسمشرۍ ته ولاړو دواړو کانديدانو د اسلامي پوړني په هکله له خپلو دريځونو دفاع کړې ده. پوړنی په ښوونځيو کې بند دی، خو ښي اړخې نومانده لوپن غواړي چې په ټول هېواد کې يې بند کړي.

https://p.dw.com/p/4A1LM
Frankreich Präsidentschaftswahlkampf | Marine Le Pen
انځور: Christophe Simon/AFP

د مسلمانانو پوړني يا ټيکري د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنيز کمپاين کې مرکزي اهميت خپل کړی دی. ښي اړخې کانديدې مارين لوپن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۵ نېټه) وويل که هغه د اپريل په ۲۴مه ولسمشره شي، نو پوړنی به منع کړي.

په داسې حال کې چې هم لوپن او هم د هغې رقيب امانويل ماکرون د راتلونکې اوونۍ په پای کې د ټاکنو دويم پړاو ته چمتووالی نيسي،  تصادفاً داسې يوه ښځه د لوپن مخې ته ورغله چې پوړنی يې په سر وو. هغې له لوپن څخه پوښتنه کوله چې ولې د هغې د جامو په هکله داسې ډېر اختلافات موجود دي.

د پېرتوي په جنوبي ښار کې د بزګرانو يوه مارکېټ کې يوه ښځه چې يو آبي او سپين پوړنی يې اغوستی وو، لوپن ته نژدې ورغله. لوپن له خپل موقف څخه دفاع وکړه او ويې ويل چې پوړنی »داسې يونيفورم دی چې د وخت په تېرېدو سره د هغو خلکو له خوا تپل شوی چې د اسلام په هکله يو افراطي لرليد لري.«

ښځې ورغبرګه کړه چې »دا صحيح نه ده« او دا چې »ما د پوړني په سر کول په زوړ عمر کې پيل کړل... زما د پاره دا د يوې نيا په صفت يوه مهمه نخښه ده.« ښي اړخې سياستوالې لوپن بيا ادعا وکړه چې د فرانسې په »ځينو سيمو« کې هغه ښځې چې پوړنی نه په سر کوي »منزوي او قضاوت ورباندې کيږي.«
 

لوپن په تېرو څو مياشتو کې د کډوالۍ او اسلام ضد دريځونه يو څه رانرم کړي، خو بيا هم فکر کوي چې په عامه محضر کې د پوړني په سرول بايد جريمه شي.
 

برحاله ولسمشر ماکرون هم د فرانس اينفو په راډيو کې له يوې مسلمانې ښځې سره د پوړني په هکله بحث وکړ. ده غوښتل له لوپن څخه فاصله ونيسي او ويې ويل چې د هيڅ کومو قوانينو د بدلولو هڅه به ونه کړي. خو بيا هم ماکرون په ښوونځيو کې د پوړني له بندولو څخه دفاع وکړه ځکه چې د فرانسې مکتبونه د فرانسې د سېکولارو پرينسيپونو يوه برخه ده.
 

هغې ښځې چې ورسره بحث يې کاوه، سارا العطار وويل چې د ماکرون پخوانۍ څرګندونو خفه کړې ده چې ده ويلي وو چې پوړنی د نارينه وو او ښځو تر منځ ارتباطات اخلالوي. پر برحاله ولسمشر پخوا هم تورونه پورې شوي ول چې د مسلمانانو په وړاندې مخکنيو قضاوتونو ته لمن وهي ځکه چې د ده د حکومت په وينا د »افراطي اسلامپالنې« ضد کلک موقف يې غوره کړی دی.
 

Frankreich Präsident Macron Rede
د فرانسې برحاله ولسمشر ماکرون مخکښ برېښي، خو د مسلمانانو رايې يې د ټاکنو ګټلو له پاره پکار ديانځور: Ludovic Marin/AFP

د ۲۰۲۰ کال په پای کې د بريدونو له کبله چې پړه يې پر افراطي اسلامپالو اچول کيږي، ماکرون داسې بېلابېل تدابير پلي کړل چې په فرانسه کې يې د افراطيت د خپرېدو مخه ونيول شي. خو ماکرون په دې هم پوهيږي چې په فرانسه کې مېشت تقريبا پنځه ميليونه مسلمانان چې د فرانسې د ولس کابو ۹ سلنه تشکيلوي، د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې ټاکونکی نقش هم لري.
 

د ايفوپ په نوم د نظرسنجۍ بنسټ په حواله ۶۹ سلنې مسلمانو رايه ورکوونکو د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د دريم او سوسياليست کانديد ژن لوک مېلنشون له پاره خپله رايه کارولې وه. دغه رايه ورکوونکي اوس د ماکرون له پاره مهم دي چې دی د ټاکنو دويم پړاو وګټلی شي. د نظرپوښتنو له مخې ماکرون په ټاکنو کې مخکښ دی، خو داسې هم ښکاري چې سږنۍ د ولسشمرۍ سيالي د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو په پرتله لا ډېره جوخته ده.

آ./ن.ص./ا.ا.