1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ایالتونو ته د مهاجروله پاره نورې یو میلیارډ یورو ورکوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د آلمان فدرالي حکومت د ۲۰۲۳ م کال له پاره د مهاجرو د لګښتونو په برخه کی خپل ونډه یو میلیارډ یورو نوره هم لوړوي. خو په دې تړاو د یوه اوږدمهاله حل له پاره لا اساسي پریکړه نه ده ترسره سوې.

https://p.dw.com/p/4RBST
Berlin  Flüchtlingsgipfel, Bundeskanzler Scholz und Weil der Länder im Bundeskanzleramt
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

  د جرمني مرکزي او ایالتي حکومتونه د دغه هیواد په صدرات مقام کې د مهاجرو په هکله جوړې سوې غونډه کې د پناه غوښتونکو د سرپناو او اړتیاوو د پوره کولو له پاره د لگښتونو د دایمي لوړولو په هکله اساسي پریکړه وځنډوله.

د چهارشنبې په ماښام له صدراعظم اولاف شولڅ سره د ایالتي لومړي وزیرانو په ملاقات کې د ترسره سوي توافق څخه ښکاري، چې مرکزي حکومت به د ۲۰۲۳ م کال له پاره ایالتونو ته د پناه غوښتونکو د لگښتونو له پاره پیسې یو میلیارډ لوړې کړي. په دې ډول به له ایالتونو سره مرسته وسي چی پر کلیو او ښارونو یې فشار راکم سي او د دې ترڅنګ د بهرنیانو د چارو اړونده ادارو سره د دیجیتالي کیدو په برخه کی مالي ملاتړ وسي.  

تېر کال په اروپا کې ۸۷ زره افغان کډوال منل شوي دي

د دغې غونډې برخه والو څرګنده کړه چې داسې یو تفاهم رامنځته سو چې د جرمني د ایالتونو او محلي حکومتونو اوږدمهاله دنده د پناه غوښتونکو مهاجرت ته رسیدگي ده. زیاته شوې ده چې د همدې دلیل له مخی فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتل یو له بل سره دا موضوع واضحه کړي چې د دغو کارونو مالي ملاتړ په راتلونکي کې څه ډول تنظیمیدای سي. په دې هکله به پریکړه په راتلونکي نومبر میاشت کې د یوې ناستې په ترڅ کی رامنځته سي.

Tempohomes auf dem Tempelhofer Feld in Berlin
د برلین په تیمپلهوف کی د پناه غوښتونکو لاگرونهانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي ادارې ته ۱۰۱ زره ۹۸۱ د پناه غوښتنې عریضې وړاندي سوي دي. دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله شا او وخوا ۷۸ سلنه زیاتوالی ښیې. د کال له پیل راهیسي ډیری پناه غوښتونکي له سوریې، افغانستان اوترکیې څخه آلمان راغلي دي. تیر کال څه ناڅه ۲۱۸ زره کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنې عریضې وړاندې کړي دي. سربیره پردې سیمې او کلي مجبوره سول د اوکراین له جګړې څخه راتښیتدلو له یو میلیون زیاتو اوکرایني مهاجرو ته هم ځای ورکړي. خو هغوی اړ نه دي چې د پناه غوښتنې عریضې ورکړي.

د غير قانوني مهاجرو د مخنيوي غوښتنه

صدراعظم شولڅ وویل چې د مهاجرو د اخراجولو له پاره، حکومت او ایالاتونو پر دې تفاهم سره وکړ چې د هغوی ترنظارت لاندي نیولو دوره باید له لسو ورځو څخه ۲۸ ورځو ته اوږده سي. پر دې سربیره د جرمني د پولیسو د پراخو مسوولیتونو او د قضایی چارواکو او د بهرنیانو د چارو اړونده ادارو ترمنځ د معلوماتو د لا ښه تبادلې په هکله هم تفاهم رامنځته سو.

GP/SR/AG